د لاس رسي وړ اتصالات

بوټو ووېل دغونډو په جوړولو او راټولېدلو باندی دې دلگول شوو قېوداتو او بندېزونو پروا نه ساتی


د پاکستان پخوانئ صدراعظمی بېنظېر بوټو اسلام اباد ته نږدی د جمهور رېس پروېز مشرف له خوا د تېری شنبی په ورځ په پاکستان کی د اظطراری حالت د اعلانولو په خلاف د ېوی غټی غونډې د جوړولو اعلان کړی دی.

مېرمن بوټو نن خپلو طرفدارانو ته ووېل چه د غونډو په جوړولو او راټولېدلو باندی دې دلگول شوو قېوداتو او بندېزونو پروا نه ساتی او د جمعی په ورځ دې په راولپنډئ کې رټول شی، مگر د ښار امنېتی مامورېن واېې چه هېڅ ېوې داسی اعتراضی غونډې ته به اجازه ورنه کړی.

په عېن وخت کی مېرمن بوټو نن په اسلام اباد کې د مخالفو گوندونو د مشرانو سره ملاقات کوی او غواړی چه د اظطراری حالت د خنثی کولو په هکله ورسره سلا مشوره وکړی.

مېرمن بوټو د سه شنبی په ورځ ووېل مشرف سره به ونه وگوری. هغې په جنرال مشرف باندی غږ وکړ چه په خپل ټاکلی وخت باندی د پارلمانی انتخاباتو د کولو په باب باېد ښکاره اعلان وکړی.

همدا راز نن د حقوقی چارو وکېلانو په اسلام اباد کی د ېوې محکمی نه بېرون د درېمی ورځی لپاره هم د پولېسو سره ټکر وکړ.

له بلی خوا د جنرال مشرف په مشرئ د حاکم مسلم لېگ گوند رېس چودری شجاعت حسېن نن اعلان وکړ چه ښاېې ښاغلی مشر اظطراری حالت په دوو او ېا درېو هفتو کی ختم کړی.

ښاغلي شجاعت حسېن نن د ډان ورځپاڼی سره په ېوه مرکه کې ووېل چه جمهورر ېس مشرف د اظطراری حالت طرفدار نه ؤ او زړه نازړه ېې دا کار وکړ.

نوموړي زېاته کړه پوره ډاډا لری چه زر به ختم کړی ځکه چه ښاغلی مشرف د اوږدی لپاره د اظطراری حالت د باقی ساتلو په بدو عواقبو ښه اگاه دی.

XS
SM
MD
LG