د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد: اېران د ېورانېمو د غنی کولو لپاره دری زره سنټرې فېوژونه تېار کړی دي


د اېران جمهور رېس محمود احمدی نژاد واېې اېران د ېورانېمو د غنی کولو لپاره تر اوسه پوری دری زره سنټرې فېوژونه تېار کړی دي او ماشېن الات ېې په مکمل ډول فعال دي.

ښاغلي احمدی نژاد دا اعلان نن د اېران په ختېز ښار برجاد کی ېوې عامی غونډې ته د وېنا په وخت وکړ.

د اېران جمهور رېس پخوا هم څواری د نتانزپه اتومی بټئ کې د زرگونو سنټری فېوژونو د تېارولو دعوا کړی وه، مگر نننې اعلان ېې لومړی رسمی اعلان دی چه کوی ېې.

د سنټری فېوژونو نه د ېورانېمو په غنی کولو کی استفاده کېږی او کېدی شی چه د اتومی بم په جوړولو کی ورڅخه هم کار واخېستل شی.

تېره هفته د ملگرو ملتونو د امنېت شورا پنځو داېمی غړو او المان اعلان وکړ په دی مېاشت کی به په اېران باندی نور اقتصادی بندېزونه ولگوی.

XS
SM
MD
LG