د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بش او نېکولس سرکوزې نن د افغانستان عراق، اېران او لبنان په مساېلو باندى بحث کوي


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د سه شنبى په ورځ په سپېنه ماڼى کې د فرانسى د جمهور رئېس نېکولس سرکوزې هرکلى وکړ او له هغه سره ېې ماښامنۍ وکړه.

د امرېکا غږ خبر ېال سکاټ سټرنز چې د سپېنې ماڼى د پېښو رپوټونه برابر وى وايي چې دا دواړه مشران به د چارشنبى په ورځ بېا له ېوبل سره ملاقات وکړى او د افغانستان عراق، اېران او لبنان په مساېلو باندى به بحث وکړي.

دا اول ځل و چې د فرانسى جمهور رئېس نېکولس سرکوزې واشنگټن ته په رسمى سفر راغلى و. ښاغلى بش دهغه په وېاړ سپېنى ماڼى ته د ماښامنى لپاره ١٢٠ کسان راغوښتلي ول.

ښاغلى بش په مېلمستېا کې ووېل چې فرانسوېان د امرېکا ېانو تر ټولو پخوانى دوستان دي. ښاغلى بش په دې لړ کې دهغه اېتلاف ېادونه وکړه چې د امرېکا د اولني جمهور رئېس جورج واشنگټن او د فرانسى د جنرال مارکېس ډېلا فاېت ترمنځ ددې لپاره شوې و چې له برتانېې نه د امرېکا د اېالتونو لپاره استقلال وگټى.

ښاغلى بش ووېل دى اود فرانسى جمهور رئېس د جنرال لافاېت دمېراث درناوى کوو اوله نوروسره مرسته کوو چې د استبداد او ترهگرى خلاف مقاومت وکړي.

د فرانسى او امرېکا عسکر په افغانستان کې د ځوانى دېموکراسى نه دفاع کوى. زموږ دواړه هېوادونه د لبنان د دېموکراتېک حکومت ملاتړ کوى.

موږ په دې باندى له ېوبل سره موافقه لرو چې په عراق کې دېموکراسى او پخلاېنه د منځنى ختېځ د اېنده لپاره ډېر اهمېت لرى. زموږ دواړه ملتونه په ډارفر، برما، او په ټوله نړۍ کې د بشرى حقوقونه سر غړونه غندي.

د فرانسى جمهور رئېس نېکولس سر کوزې د امرېکا ډېر زېات طرفدار او ملاتړ دى. په تېرو څولسېزو کې ددې مثال نه لېدل کېږي. دې اسره من دى چې دامرېکا او فرانسى په اړېکوکې چې د عراق د اشغال په سر کوم درز پېدا شوى هغه شاته وغورزوى.

ښاغلى سر کوزې ووېل دواړه هېوادونه له ېوبل سره بې مثاله تړاو پېمان لرى.

هغه د ېو ترجمان په مرسته خبرى کولې: "زموږ خلک دېوبل سره شباهت لرى او دېوبل قدر او ستاېنه کوى. همداسبب دى چې دوى له ېوبل سره ددوستى قوي تړاو لرى. ددوستى داسى اړېکى چې له خلوص اومېنى نه ډکې او ډېرې ښکلى دى. زه دلته راغلم چې تاسى ته وواېم چې ېو سړى کولى شى چې هم د امرېکا ېانو دوست او ملگرى و اوسى او په فرانسه کې انتخابات هم وگټى."

د فرانسى جمهور رئېس سرکوزې خپله اولنى رسمى رخصتى په امرېکا کې تېره کړه. سرکوزې د مېن په اېالت کې داگست په مېاشت کې د بش د کورنى مېلمه و.

ښاغلى سر کوزې هم دامرېکا او فرانسى ترمنځ د تارېخې اړېکو ېادونه وکړه او په دې لړکې ېې ووېل چې په دوېمه نړېواله جگړه کې د امرېکا د پوځ هغو عسکرو او منصبدارانو ته چې د فرانسى په ازادى کې ېې مرسته کړې وه مېډالونه ورکړل شول.

هغوى له فرانسى سره مرسته کړې وه چې له نازى المانه خپله ازادى واخلى. د فرانسى جمهور رئېس سرکوزې ووېل زه امرېکا ته د ېوساده پېغام سره راغلى ېم او هغه دادى چې دټولو فرانسوېانو په نماېندگى دامرېکا ېانو په زړونوکې ځاې پېدا کړو اوهغه هم په ډېر دوامدار ډول.

ښاغلى سر کوزې به نن د چارشنبى په ورځ دکانگرېس گډې غونډې ته وېناوکړى.

XS
SM
MD
LG