د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا له پاکستان نه پخپل وخت دانتخاباتو غوښتنه کړېده


جمهور رئیس بوش د پرویز مشرف سره په تلیفون کی خبري کړي او د انتخاباتو د کیدو غوښتنه یې ځنی کړې ده.

جمهوررئیس بوش وایی چی ده پرون د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف سره خبري وکړې.

د شنبې د ورځي را پدې خوا چی ښاغلي مشرف اضطراري حالت اعلان کړی دی دا اول ځل دی چی دغه دوه مشران خبري سره کوی.

ښاغلي بوش وویل چی ده د جنرال مشرف نه وغوښتل چی ژرتر ژره انتخابات وکړی او د پوځ د اعلی قوماندانۍ نه استعفی وکړی.

ښاغلي بوش د واشنگټن نه بهر په کوم ځای کی چی د فرانسې د جمهور رئیس نیکولا سرکوزي سره ملگری و، خبریالانو ته وویل چی ده او جنرال مشرف واضح او سپیني خبري وکړې.

ښاغلي سرکوزي د پاکستان حالات ځکه د زیات تشویش وړ وبلل چی په هغه ملک کی ذروی وسلې موجودي دي او تند روان په کی اوسیږی.

هغه هم وویل چی فرانسه غواړي په پاکستان کی ژر تر ژره انتخابات وسی.

XS
SM
MD
LG