د لاس رسي وړ اتصالات

درې پاکستاني عسکر د افغانستان سرحد ته نژدې مړه پیدا شوي دي


د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایی چی دوی د هغو درې عسکرو مړي چی په توپکو ویشتل شوي دي د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی پیدا کړي دي.

هغوی ددې هفتې په سر کی تښتول شوي وو. چارواکي وایی چی دغه عسکر په هغو څلورو تنو کی وو چی میران شاه ته نژدې خپلي وظیفې ته روان وو او په لاره کی مشکوکو یاغیانو وتښتول.

د څلورم عسکر په باب معلومات نه سته چی څه ورپېښ شوي دي. دا یقیني ده چی د افغانستان باقي پاته طالبان او د القاعده تروریستان د شمالي او جنوبي وزیرستان په سیمو کی پټ شوي دي.

له بلي خوا د صوبه سرحد په یوه بله سیمه کی د یوه تندروه اسلامي ملا طرفدارانو پرون د سوات په دره کی د پاکستان د حکومت نه نوري سیمي هم وروسته له هغه ونیولې چی عسکرو او پولیسو د کلام، مدین او بحرین په ښارگوټو کی هغوی ته خپلي وسلې تسلیم کړې.

یاغیانو مخکی د مټه او خوازخیلي ښارگوټي نیولي او خپل بیرغونه یې په کی درولي دي .

XS
SM
MD
LG