د لاس رسي وړ اتصالات

چین ایران ته وېلى دي چی د خپل اټومي پروگرام په باب اندیښنې په پام کی ونیسی


چین ایران ته ویلي دي چی د خپلو ذروي چارو په باب د نړۍ والو مخ په زیاتیدونکي اندیښنوته پاملرنه وکړى. د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی پیکینگ هیله لری چی ټولي مربوطي خواوي دا مساله د خبرو او صلا مشورو له لاري حل کړی.

چین او روسیه دواړه په دې موضوع کی د ایران په مقابل کی د سخت دریځ په غوره کولو کی زړه نا زړه دي.

ایران د ملگرو ملتو دا غوښتنه رد کړې ده چی وایی د حساسو ذروی فعالیتونو نه دی لاس واخلی.

مگر د امنیت د شورا ټولو پنځو ملکونو او جرمني تیره هفته په دې موافقه وکړه چی په ایران باندی دی دریم پړاو بندیزونه هم ولگول شی.

او د ملگرو ملتو د ذروي چارو د ادارې رپوټ یې چی د ایران د ذروی مسالې په باب یې ترتیب کړی و یوې خواته پریښود.

جمهور رئیس بوش پرون وویل چی ذروی وسله وال ایران به ډیر خطرناک وی. هغه د فرانسې د جمهور رئیس نیکولا سرکوزي سره په یوه گډ خبري کنفرانس کی خبر یالانو ته وویل چی د امریکا او فرانسې حکومتونه په دې کار کوی چی دا جنجال په دیپلوماتیکو لارو چارو حل کړی.

ښاغلي سرکوزي وویل چی تهران باید هیڅکله د ذروي وسلې خاوند نه سی مگر هغه وویل چی ایران کولای سی د خپلي ذروي انرژۍ پروگرام پر مخ بوځی.

XS
SM
MD
LG