د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا ددفاع وزېر پر جاپان باندى په افغانستان کې د امنېتى نقش په اړه فشار اچوى


د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس جاپان دېته هڅوى چې په افغانستان کې د امرېکا د عملېاتو لوژېستېکى ملاتړ ته بېرته دوام ورکړى.

د جاپان دغه ملاتړ دهغه ملک د کورنېو سېاسى اختلافاتو په سبب بند سوى. د جاپان دغه سمندرى مامورېت په دې مېاشت کې وروسته له هغه نه بند سو چې د جاپان واکمن گوند او مخالف گوند په دې باندى سره روغې جوړې ته ونه رسېدل چې ددغه مامورېت موده تجدېد او تمدېد کړى.

د جاپان لومړى وزېر ېاسو فوکودا غواړى چې ېوه نوى لاېحه منظور کړى چې دغه مامورېت بېرته پېل سى خو د مخالف گوند سېاستمدارانو له دېنه انکار کړېدى او دا دلېل وړاندې کوى چې په افغانستان کې دامرېکا مامورېت دملگرو ملتونو له خوانه فرمان نلري.

ښاغلى گېټس نن د پنجشنبى په ورځ په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل د جاپان خارجه وزېر ماشېکو کومورا ووېل دا خواشېنى خبره ده چې دغه مامورېت ځنډول سوېدى.

خو هغه ووېل چې حکومت ددغه مامورېت د تجدېد لپاره په خپله وسه کې له هرڅه نه کار اخلى .

XS
SM
MD
LG