د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اولسي جرگې د غړېو د جنازې او ښخولو رسمى مراسم تر سره سول


د افغانستان حکومت د اولسي جرگې د غړېو لپاره چې د ځان وژنى په ېوه خونړۍ حمله کې د تېرې سه شنبى په ورځ ووژل شول په رسمى ډول د جنازې او ښخولو مراسم ترسره کړل.

رپوټ وايي په ٢٠٠١ مېلادى کال کې د طالبانو له سقوط نه وروسته دا ترټولو خونړۍ ځان مرگي پېښه وه. د جنازې رسمى مراسم نن د پنجشنبى په ورځ په کابل کې د اولسى جرگې د پنځو غړېو لپاره ترسره شول.

د سه شنبى د ورځى په ځان وژونکى برېد کې د اولسى جرگى شپږ غړي ووژل شول. د اولسى جرگى شپږ م غړى په خپل اصلى ولاېت کې ښخ سو.

د جنازې په مراسمو کې په سوونو کسان را ټول شوي ول او ښه ټېنگ امنېتى تر تېبات نېول شوي ول. خلکو لېدل چې دافغانستان په بېرغ کې تاوشوي مړي قبرونو ته ورښکته شول.

د ښخېدو له مراسمو نه وروسته ماتم کوونکېو بېرغونه ښورول او ددې پېښى د تحقېقاتو غوښتنه ېې کوله. د ځان وژنى په دغه پېښه کې لږ تر لږه ٦٨ کسان د بغلان په ولاېت کې ووژل شول.

د پېښى زېات قربانېان د ښوونځېو هغه شاگردان ول چې د بغلان د بورې په فابرېکه کې د اولسى جرگې دغړېو د هرکلى لپاره په کتار کې ولاړ وو.

په ښخ شوو کې د مصطفى کاظمى مړى هم و. نوموړى د اولسى جرگى غړى او دتجارت اوسوداگرى د چارو پخوانى وزېر و.

د د غه برېد نور قربانېان د چارشنبى په ورځ خاوروته وسپارل شول. په ېوه جلا پېښه کې چارواکېو ووېل چې طالبانو نن د زابل په ولاېت کې پرېوه کاروان باندى دراکټ ډزې وکړې او اوه پولېسان ېې ووژل.

دامرېکا په مشرۍ داېتلاف قواوې وايي چې دوى د چارشنبى په ورځ په جلا عملېاتو کې څو طالبان ووژل او اولس طالبان ېې دزابل او اورزگان په ولاېتونو کې ونېول.

دافغانستان چارواکى هغه رپوټونه تائېدوى چې د سه شنبى د ورځى له چاودنى نه وروسته ډزې شوېدى خو په دې متېقن ندى چې له چاودنى نه وروسته دې څو ک په ډزو کې لگېدلى وى.

د طالبانو نطاق ددغې حملى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى. د طالبانو د ځان وژنى د برېدونو هدف معمولا دناټو قواوې او دافغانستان عسکرى قواوې وي.

رپوټ وايي چې د مجاهدېنو د پخوانى مشر گلبدېن حکمتېار جنگېالى هم په بغلان کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG