د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کی د ځان مرگه په حمله کی ټول ٥٩ ماشومان وژل شوي دي


د افغانستان د ښووني او روزني وزارت وایی چی په دې هفته کی چی په بغلان کی د ځان مرگه د بم چاودنه وشوه ، په هغې کی په وژل شوو کسانو کی ٥٩ ماشومان او پنځه ښوونکي هم شامل وو . په دې چاودنه کی د ټولو وژل شوو کسانو شمیر ٧٥ تنو ته رسیدلی دی او په هغو کی د پارلمان شپږ وکیلان هم وو . دهغه وخت را هیسی چی طالبانو په ٢٠٠١ کال کی په افغانستان کی سقوط وکړ دا د ځان مرگو تر ټولو مرگانۍ حمله وه . د طالبانو یوه نطاق وویل چی دا حمله دوی نه ده کړې .

XS
SM
MD
LG