د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان د انتخاباتو د وخت د ټاکلو هرکلی کړی دی


امریکا د جنرال مشرف ددې فیصلې هر کلی کړی چی وایی عمومي انتخابات به د فیبروري د میاشتی د ١٥می نه مخکی وشی . د سپیني ماڼۍ د مطبوعاتو منشي ‏(‎ ډینا پیرینو ‏)‎ د جنرال پرویز مشرف دا اعلان چی انتخاباتو ته یې وخت وټاکه ‏«‎ ښه فیصله ‏»‎ وبلله . دا انتخابات اصلا باید چی د جنوري په ١٥ مه شوي وای . د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق شان میک کورمیک پرون د جمهوررئیس مشرف نه وغوښتل چی ددیموکراسۍ د بیا اعاده کیدو او په ملک کی د اساسي قانون د حاکمیت را وستو په برخه کی یولړ اضافي گامونه واخلی هغه وویل چی په پاکستان کی د امریکا سفیري ‏(‎ ان پیټرسن ‏)‎ د پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو سره کتلي دي مگر هغه ددې ملاقات په باب توضیحات ورنه کړل .

XS
SM
MD
LG