د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی پولیسانوپخوانې  صدراعظمې بیظیر بهتوته اجازه ورنکړه چې له قدرت نه ایسته شوی قاضی القضات ووینی


میرمن بهتو چې زغره لرونکی موټرکې سپره وه، نن دشنبی په ورځ کوښښ وکړ چې د پخوانی قاضی القضات افتخار چودری کورته ورنژدی شی مگر پولیسانو دوه موټری دسرک په منځ کې ودرولی چې دهغې دموټر مخه ئې بنده کړه . میرمن بهتو نن سهار دپیلپز پارټې لوړرتبه غړو اوسلاکارانوسره ولیدل چې غواړی نن ناوخته دخارجی یپلوماتانو سره وگوری . میرمن بهتووویل، دا تراوسه غواړی چې بله هفته له لاهورنه تراسلام ابادپوی په مارش کې برخه واخلی چې غواړی جمهوررئیس پرویزمشرف خپل دعسکری مقام نه استعفئ وکړی ،په جنوری کې انتخابات وکړی او اضطراری حالت دی لیری کړی چې دتیری شنبی په ورځ نافذشویدی . دپاکستان لوی څارنوال ملک محمد قیوم نن دشنبی په ورځ خبریالانوته وویل، احتمال لری چې په یوه میاشت کې اضطراری حالت لیری شی .

XS
SM
MD
LG