د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دبریتانی دیوې ورځپاڼۍ درو خبریالانوته امرکړیدی چې له دغه هیواد نه اووځی


پاکستانی ماموران وائې، دبریتانی درو خبریالانوته امرکړیدی چې له هیواد نه اووځی چې گمان کیږی دهیواد دمشرانو په خلاف ئې نامطلوبه الفاظ استعمال کړی دی . دغه اعلان نن دشنبی په ورځ دیو پاکستانی تلویزن له لاری وشو. دپاکستان داطلاعاتو او کولتور وزیر طارق عظیم وائې، خبریالانوته امرشویدی چې په ‏(‎٧٢ ‏)‎ ساعتونو کې له هیواد نه اووځی ځکه چې دپاکستان اودهیواد دمشرانو په خلاف ف ئې نامطلوبه او بد الفاظ استعمال کړی وو. دغه دری واړه دبریتانی دډیلی تلیگراف دورځپاڼی خبریالان دی چې نومونه ئې اسامبلرډ ویلکیسن ، کولن فرمن او ډانل ماسل روائې دی .

XS
SM
MD
LG