د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پنځه لس سر تېري او درې ملکېان وژل شوېدي


د امرېکا په مشرۍ اېتلاف وايي د افغانستان په جنوب کې چې کومې جگړې روانى دى په هغوکې د ېکشنبى په ورځ ١٥ سر تېري ېوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوېدى.

نن ددوشنبى په ورځ د اېتلاف په ېوه خبرلېک کې وېل شوېدى چې عسکر ېې د هېلمند ولاېت د گرمسېر په اولسوالى کې د څو ودانېو په تلاشۍ بوخت دى چې هغه مشکوک کسان پېدا کړي چې سر تېرو ته ېې هغه وخت بمونه ورکول چې هغوى ډزې کولې.

چارواکي وايي څو سر تېرو په ېوه ودانۍ کې ځانونه کلابند کړېدى او د اېتلاف پر قواو باندې سخت باړونه چلوى.

په خبر لېک کې وېل شوېدى چې داېتلاف قواو دغى ودانى ته ېو لاسى بم ور واچاوه.

سر تېرې پکى مړه شول او ودانۍ و نړېده. د اېتلاف قواوې وايي چې وروسته بېا دوى دا معلومه شوه چې په نړېدلې ودانىکې ېوه ښځه او دوه ماشومان مړه پېدا شول.

د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي څو څو ځلې هغو نړېوالو قواو ته چې په افغانستاسن کې عملېات کوى خبردارى ورکړېدى چې ملکى تلفات دمنلو وړندى او دده له حکومت سره چې دخلکو کوم ملاتړ موجود دى هغه له خطر سره مخامخوي

XS
SM
MD
LG