د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اټومى وسلو د امرېکا چارواکي پرېشانه کړېدى


نړېوال امنېتى ماهران د پاکستان سېاسي بې ثباتۍ پرېشانه کړېدى، هغوى فکر کوى چې ددى بې ثباتى په نتېجه کې اټومى وسلې د اسلامى سخت درېځو لاسته ورتللى شى.

د امرېکا زېات شمېر چارواکى وايي چې د نړۍ نهو اعلان شووو اټومى وسلو لرونکېو هېوادونو او غېر اعلان شوو اټومى وسلو ېوه هم امرېکا دومره نده پرېشانه کړې لکه څومره چې په واشنگټن کې چارواکى د پاکستان اټومى وسلو پرېشانه کړېدى.

د پاکستان ېو ه برخه سرحدي خاوره ېاغېان کنترولوى. اندېښنى په دې باره کې دي چې هسى نه جنرال مشرف د خپل حکومت او ېا پوځ کنترول له لاسه ورکړى او دا بې کنترولي د اټومى وسلو توکو او نقشو، پلانونو او داسى موادو لکه غنى شوو ېورانېمو ته ور خپره شى.

په ملگرو ملتونو کې د امرېکا پخوانى سفېر جان بولټن د امرېکا خبرى تلوېزېون سى اېن اېن ته ووېل چې پاکستان په ډې خطرناک حالت کې دى.

هغه دامرېکا چارواکي دېته وهڅول چې له دېنه پرته په نورو مسلو باندى هم غور وکړى چې په پاکستان باندى په دېموکراتېک ډول حکومت وشى.

هغه ووېل چې دى به د پاکستان دا ټومى وسلو خوندى ساتل دټولومهمو خبرو د لېست په سر کې راولى. د پاکستان د اټومى چارو انجنېر عبدالقدېرخان په دې اعتراف کړېدى چې هغه اټومى معلومات، وساېل او مواد لېبېا، شمالى کورېا او اېران ته برابرول.

XS
SM
MD
LG