د لاس رسي وړ اتصالات

هر کال د نوامبر څوارلسمه نېټه، د شکرې ناروغۍ نړېواله ورځ ده


هر کال د نوامبر څوارلسمه نېټه، د ملگرو ملتونو په تائید، د شکرې ناروغۍ نړېواله ورځ ده. دغه ناروغي چې د نړۍ هره ټولنه یې پېژني، په ټولو هېوادونو، او له دې جملې څخه په امریکا کې مخ پر زیاتېدو ده.

طبي متخصصین وایي چې هر کال په نړۍ کې له دوه سوه و څلویښتو میلیونو څخه زیات وگړي په دیابیتېس یا شکره ناروغي اخته کیږي چې دا شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د لاس انجلس د ماشومانو په روغتون کې یوه ډاکټره، فرانسین کوفمان وایي چې اوس یو گڼ شمېر ماشومان دویم ډول دیابیتېس لري چې پخوا یواځې د لویانو ناروغي بلل کېده.

هغه زیاتوي چې د دې ناروغۍ‏ عوامل په خوراک کې د زیاتو کالوریو او غوړیو اخیستل او ډېر کم فعالیت دی. مېرمن کوفمان د دیسکوري چینل د صحي خپرونو په یو مستند فلم کې برخه اخیستې چې دا پروگرام ‏«‎ شکره، یوه نړېواله ناروغي‏»‎ نومیږي.

داکټره فرانسین کوفمان. ‏«‎ ما نړۍ ته د سفر، د شکرې ناروغانو او هغو کسانو د موندنې یوه ډېره عالي تجربه درلوده کوم چې هره ورځ له دغې ناروغۍ سره لېچې آزمایي.

د نړۍ په هره برخه کې که هند وي، که استرالیا او که جنوبي افریقا، ډاکټران، ساینس پوهان او نرسان له یو راز ستونزو سره مخ دي.

‏»‎ د ټایپ ون دیابیتېس Type 1 diabetes یا لومړۍ ډول شکرې پر خلاف، د دویم ډول شکرې ډیری ناروغان انسولین پیچکاریو ته اړتیا نه لري بلکه په مناسبې غذا، درملو او طبي څارنې معالجه کیږي.

خو دواړه ډوله شکر ناروغۍ که ونه څارل شي، ښایي د ړندېدو، د غوښې د ویلي کېدو، د عصبي رشتو د خرابېدو او د پښتورگو د عدم کفایې سبب وگرځي او یا هم د زړه له ناروغیو سره شریکې شي.

دویم ډول یا ټایپ ٢ شکره د وقایې وړ ده. کوفمان وایي چې دا ناروغي لا پسې پراخیږي ځکه مخ پر وده هېوادونو، لکه هندوستان کې نفوس هم مخ پر زیاتېدو دی.

ډاکټره کوفمان. ‏«‎ دغه راز کسان ټول د ورځې لخوا په موټرونو کې چکر وهي او د کورونو پر سر یې د سټلایټ دیش آنتن ایښی وي.

هغوی زیاته ډوډۍ خوري هغه هم زیاتره غربي ډوډۍ او بیا وزن اخلي او شکره پیدا کوي.‏»‎ کوفمان زیاتوي چې په جنوبي افریقا کې دویم ډول شکره مخ پر زیاتېدو ده. ډاکټره کوفمان. ‏«‎ موږ کلیو او بانډو ته ولاړو او خلکو هلته ډېر وزن درلود.

د پخوا په پرتله اوس هغو ځایونو کې خواړه ډېر دي او خلک هره ورځ په بس کې خپلو دفترونو ته ځي نو ځکه له فزیکي پلوه دومره فعاله نه دي کوم چې پخوا و.

‏»‎ نوموړې همدا راز وایي چې د حل لاره انفردي درملنه ده، هېواد په هېواد او ناروغ په ناروغ.

په برازیل کې یو کلینیک روغتیایي کارکوونکي خلکو ته ورځي څو ناروغانو ته لارښوونه وکړي او حتی د هغو د فعالیت لپاره ورته د نڅا پروگرام جوړوي.

په هند کې بیا یو گرځنده طبي ټیم، په کلیو کې خلک د شکرې ناروغۍ د تشخیص لپاره معاینه کوي. خو په هرصورت، شکره د درملنې وړ ده او دویم ډول یې که څه هم پراخېدونکی دی، خو کېدای شي وقایه شي.

ډاکټره کوفمان وايي، دا د شکرې د نړېوالې ورځې زیری دی. .

XS
SM
MD
LG