د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان لومړى وزېر دجمعی په ورځ سپینې ماڼې ته راځي


په دی هفته کې واشنگټن ته دجاپان دلومړي وزېر ساسو فوکودا د سفر په وخت کې احتمال لری د جاپان د هغه ملاتړ پر موضوع باندې خبرې و شی چې په افغانستان کې ئې د امریکا دماموریت سره کوی.

ښاغلې فوکودا به دجمعی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې امرېکا د جمهور ریئس جورج بوش سره وگوری.

دغه خبری دوه هفتی وروسته له هغې نه کیږی چې د جاپان پارلمان هغه قانون بېرته عملى کوي د کوم پربنا چې جاپانی کشتیو دهند په سمندر کې د امریکا او اېتلاف دنورو کشتیو لپاره تېل برابرول.

د جاپان مشر وویل، دی کوشش کوی چې هغه قانون بیرته نوی کړی چې د روانی میاشتی په سرکې ئې وخت پوره شو.

د جاپان دحکومت مخالفین وائې، دغه ماموریت د ملگرو ملتونوله خوا ندی تائید شوی او دا دهیواد د اساسی قانون نه سرغړونه ده.

امریکا له جاپان نه وغوښتل چې دهند په سمندرکې ددوى له بېړېو سره خپل لوژېستېکى ملاتړ ته دوام ورکړی.

په دغو خبرو کې به په جاپان کې د امریکائې عسکرو د موجودیت په موضوع باندې هم بحث و شی. احتمال لری چې واشنگټن له جاپان نه وغواړی چې له امریکا نه دغوائې غوښه وارد کړی.

په دغو ورداتو باندى اوس دغوايي د ېوې ناروغۍ دویری له کبله بندیز لگول شویدی. ښاغلې فوکودا دسېپټمبر په میاشت کې دجاپان صدرا‏عظم شویدی اوله هغې نه راپدی خوا امریکا ته دا دده لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG