د لاس رسي وړ اتصالات

مېرمن بهټو د جنرال مشرف د استعفى غوښتنه کوی


د پاکستان پخوانى لومړى وزېرې مېرمن بېنظېر بهټو غږ کړېدى چې جنرال مشرف دې د جمهور رئېس په توگه استعفى وکړى او داېې هم زېاته کړېده چې دا به هېڅکله هم د هغه د جمهورى رېاست په دوره کې د لومړۍ وزېرې په توگه وظېفه اجرا نکړى.

هغې د لاهور له ښارنه چې اوس هلته په کې نظربنده شوېده، په تېلېفون کې خبرى کولى. هغې خبرېالانو ته ووېل چې که هغه څه ته چې دا ورته د جنرال پروېز مشرف دېکتاتورى وايي د دوام اجازه ور کړى شى نو په پاکستان کې حالات نور هم خرابېدلى او کړکېچن کېدلى شى.

بېنظېر بهټو مخکى هم پر جنرال مشرف باندى غږ کړى و چې د پوځ له مشرۍ نه استعفى وکړى او دېوه ملکى جمهور رئېس په حېث دې پاتى شى خو دا اول ځل دى چې دا بالکل له جمهورى رېاست نه دهغه استعفى غواړى.

د پاکستان چارواکېو پرون ددوشنبی په ورځ ناوخته په شمال ختیځ ښار لاهورکې میرمن بهتو ته داوورځو لپاره په کورکې دنظربندی امروکړ.

ټاکل شوی وه چې میرمن بهتو له لاهور نه تراسلام اباد پوری دموټرو دکتار مشری وکړی چې په جمهور رئیس پرویز مشرف باندی فشارراوړی چې اساسی قانون بیرته په خپل حال کړی او د پوځ د مشرۍ نه استعفى وکړى.

دلاهور د ښار د پولیسو قوماندان افتاب چیمه وویل، په اضطراری حالت کې د قانون له مخی احتجاجونه او مظاهری بندی دی او پولیسانوته استخباراتی رپوټونه رسیدلی چې احتمال لری په مظاهره باندی حمله وشی.

په واشنگټن کې سپینی ماڼې وویل، جمهور رئیس جورج بوش غواړی چې په پاکستان کې اضطراری حالت لیری کړی شی چې د آزادو اوعادلانه انتخاباتو لپاره د ډاډ وړ شراېط برابر شى.

د سپېنى مآڼى وېاندې ډانه پیرینوزیاته کړه چې جمهوررئیس مشرف ته پکارده چې خپل نظامی یونیفارم لیری کړی ځکه چې جمهور رئیس بوش فکر کوی چې جنرال نشی کولای چې هم جمهور رئیس وی اوهم دپوځ لوی درستیزوی.

XS
SM
MD
LG