د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان ولسى جرگې ېوه داسى لاېحه منظور کړېده چې په افغانستان کې د اېتلاف له بېړېو سره خپلى مرستى دوام ورکړى


د جاپان ولسى جرگې ېوه داسى لاېحه منظور کړېده چې په افغانستان کې د امرېکا په مشرى د اېتلاف له بېړېو سره د هند په سمندر کې خپلى مرستى او ملاتړ ته دوام ورکړى.

په دې ډول باندى له مخالف گوند سره چې د مشرانوپه جرگه کې اکثرېت لرى د مبارزې لپاره دروازه پرانېستل شوه. په جاپان کې مهم مخالف دېموکرات گوند وعده کړېده چې د مشرانو په جرگه کې به ددغه قانون د منظورېدلو سره مخالفت وکړى.

په دی هفته کې واشنگټن ته دجاپان دلومړي وزېر ساسو فوکودا دسفر په وخت کې احتمال لری دجاپان دهغه ملاتړ پر موضوع باندې خبرې و شی چې په افغانستان کې ئې دامریکا دماموریت سره کوی.

ښاغلې فوکودا به د جمعی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې امرېکا دجمهورریئس جورج بوش سره وگوری. دغه خبری دوه هفتی وروسته له هغې نه کیږی چې د جاپان پارلمان هغه قانون بېرته عملى کوي دکوم پربنا چې جاپانی کشتیو دهند په سمندر کې دامریکا او اېتلاف دنورو کشتیو لپاره تېل برابرول.

د جاپان مشروویل، دی کوشش کوی چې هغه قانون بیرته نوی کړی چې دروانی میاشتی په سرکې ئې وخت پوره شو.

د جاپان دحکومت مخالفین وائې، دغه ماموریت دملگرو ملتونوله خوا ندی تائید شوی او دا دهیواد د اساسی قانون نه سرغړونه ده. امریکا له جاپان نه وغوښتل چې دهند په سمندرکې ددوى له بېړېو سره خپل لوژېستېکى ملاتړ ته دوام ورکړی.

په دغوخبرو کې به په جاپان کې دامریکائې عسکرودموجودیت په موضوع باندې هم بحث و شی .

XS
SM
MD
LG