د لاس رسي وړ اتصالات

په اورزگان کې گڼ شمېر طالبان وژل شوېدى


په افغانستان کی د امرېکا پوځ واېې د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو او افغان عسکرو په شرېکه گڼ شمېر طالبان په په ارزگان کی وژلی دي.

د امرېکا پوځ اعلان وکړ چه د ارزگان ولاېت په ده راوټ ولسوالئ کې جنگ هغه وخت شروع شو چه طالبانو د اېتلاف د قواو په کاروان باندی د سه شنبی په ورځ د راکټ لانچرو او ټوپکو ډزی وکړی.

د پوځ خبر لېک واېې چه جگړه ماران د جنگ د شروع کولو نه وروسته ېوه کور ته ور ننوتل، چه د نږدی کورنو واړه او زنانه ېې مجبور کړل وتښی.

د اېتلاف خبر لېک زېاتوی چه د دښمن په مورچلو باندی څلور وارې په دقېق ډول بمباری وکړه او د خپلو مرکزونو د پېاوړی کولو لپاره ېې کوښښ ناکام شو.

په هرات کې حکومتی مقامات واېې نامعلومو ټوپکوالاو ېو اېرانی انجېنر چه د هرات او اېران په منځ کې ېې د اوړگاړی په پټلئ باندی کار کاوه،تښتولی دی.

ماموران واېې دا سړی د سه شنبی په ورځ په غورېان ولسوالئ کی د اېران سرحد سره نږدی وتښتول شو. له بلی خوا د پولېنډ د فاع وزات پرون اعلان وکړ چه د ناتو تر قوماندې لاندې خپل اوه عسکر ېې په دی جرم نېولی دي چه د افغانستان په ېوه ختېزه سېمه کې ېې ملکی وژلی دي.

دا کسان سږکال په اگست کی د پولېنډی قواو او جنگېالو تر منځ د جنگ په دوران کې ووژل شول.پولېنډ په افغانستان کی فعلا دولس سوه عسکر لری.

XS
SM
MD
LG