د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په شنه سېمه کې دوه کسان وژل شوېدي


د عراق امنېتی مقامات واېې چه نن د بغداد د گرېن زون نه بېرون د سړک په غاړه د امرېکا د پوځ د ېوې گزمې سره نږدی په ېوه چاودنه کی دوه ملکی کسان ووژل شول.

د گرېن زون سېمه هغه ځای دی دامرېکا سفارت او د عراق د حکومت دفترونه پکی پراته دی او خورا ډېر سخت امنېت ېې ساتل کېږی.

عېنی شاهدان واېې چه د گزمې ېو موټر ولگېده مگر د امرېکا د پوځ د تلفاتو په باب څه معلومات نه لری. په چاودنه کی دری کسان زخمېان شوی دی.

ددی نه علاوه دامرېکا پوځ نن اعلان وکړ چه د سه شنبی په ورځ ېې د عراق په شمال کی دری عسکر وژل شوی دي.

دوه امرېکاېې عسکر په دېاله کې د سړک په غاړه د بم په چاودنه ووژل شول او څلور کسان ېې زخمېان شول. ېو عسکر په موصل کې د ټوپکو په ډزو کی ولگېده.

XS
SM
MD
LG