د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالف گوندونه پر حکومت د فشار لپاره په متبادلو لارو چارو غور کوي


د پاکستان امنېتى قواوې تر زېاتې اندازې پورې په دې کې کامېابې شوې چې داضطرارى حالت د نافذېدو نه وروسته د سترو مظاهرو مخه ونېسى.

د پاکستان حکومت اضطرارى حالت د نومبر په درېمه نېټه نافذ کړى و. دامرېکا غږ خبرېال بېري نېوهاوس (Barry Newhouse) له اسلام اباد نه رپوټ راکوى چې مخالف سېاسى گوندونه اوس په نورو متبادلو لارو چارو غور کوى چې د جنرال پروېز مشرف سره مخالفت وکړى، خو هغوى دېته زړه نه ښه کوى چې د راتلونکي کال د جنورى د مېاشتى د نهمى نېټى له انتخاباتو سره مقاطعه وکړى.

په پاکستان کې دېو مخالف گوند مشر، عمران خان پولېسو د چارشنبى په ورځ ونېو. نوموړى دهغو کسانو په جمله کې شامل دى چې د پاکستان د جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف پر پالېسو باندى برالا انتقادونه کوى.

پولېس هغه د لاهور پوهنتون په مظاهره کې د چارشنبى په ورځ ونېو. هغه څو ورځى چېرته پټ و چې له توقېف کېدلو نه ځان وژغورى.

په پاکستان کې وکېلان، خبرېالان او نور خلک وړ وړو مظاهرو ته د اضطرارى حالت خلاف دوام ورکوى. خو د پاکستان مخالف مشران خواره واره دى.

ټول معتبر مشران ېا په زندان کې دى او ېا په جلاوطڼى کې شې ورځى سبا کوى. په نېول شوو مشرانو کې ېوه هم بېنظېر بهټو ده.

دا دوېم ځل دى چې نوموړى په کور کې نظر بنده شوه. پولېسو غوښتل چې نوموړى له هغې عمومي مظاهرى نه اېساره کړى چې هغى دا ضطرارى حالت خلاف کوله.

شېري رحمان د مېرمن بېنظېر بهټو وېانده وايي د دوى دپېپلز گوند له نورو گوندونو سره د ېوه پراخه اېتلاف په باب خبرى کوى.

ددغه اېتلاف مقصد به داوى چې په پاکستان کې دېموکراسى راشى.

مېرمن رحمان وايي: "موږ ېوازې په ېوه موضوع خبر ى کوو او هغه په دې ملک کې ددېموکراسى بېا راژوندى کول دى."

مېرمن بهټو پاکستان دهغى معاملى په اړه راستنه شوې وه چې له جنرال پروېز مشرف سره به قدرت کې برخه اخلى. خو اوس وايي چې دانشى کولى چې له جنرال مشرف سره په اېنده حکومت کې ېو ځاى کار وکړى.

خو مېرمن رحمان وايي چې د پېپلز گوند دېته چمتو ندى چې د جنورى د مېاشتى په انتخاباتو کې برخه وانخلى. جنرال مشرف وايي چې د جنورى لپاره پلان شوى انتخابات دا ضطرارى حالت او قوانېنو په موجودېت کې په ښه مناسب ډول ترسره کېدلى شى.

مېرمن رحمان وايي په انتخاباتو کې د برخى اخېستلو په باب داسى وايي: "دادېوه داسى گوند لپاره چې په ټول پاکستان کې په راېو ورکوونکېو کې ډېر زېات پلوېان لرى ډېره مهمه فېصله ده . د گوند په مشرتابه باندى د راېو وروکوونکېو له خوانه فشار دى چې داسى فېصله ونشى چې دهغى په نتېجه کې موږ په حکومت کې بې نماېندگى پاتى شو."

مېرمن بهټو ووېل د اضطرارى حالت د قوانېنو په رڼا کې انتخابى مبارزه کول، دانتخابى حوزو فعالول به ډېر گران کار وى ځکه چې په اضطرارى حالت کې خلک له بنېادى حقوقو نه بې برخى شوي وي.

خو جنرال مشرف په دې ټېنگار کوى چې نه ېوازې داچى د اضطرارى حالت قوانېن د پاکستان په عامو خلکو کې پلوېان لرى بلکه دا خبره به هم ېقېنى کړى چې انتخابات ازاد او منصفانه وى.

جنرال پروېز مشرف په هغه مرکه کې چې د چارشنبى په ورځ د پاکستان په سرکارى تلوېزېون کې خپره سوه ووېل چې دى به دانتخاباتو د څارنى لپاره ا کتنى لپاره بهرنى کتونکي راوبولى چې دانتخاباتو څارنه وکړى.

جنرال مشرف: "د اضطرارى حالت مانا دا نده چې دمخالفو گوندونو مخنېوي وشى. موږ به هر هغه څارونکي ته اجازه ورکړو چى له بهر نه راځى اوغواړى چې د انتخاباتو د بهېر وگوري چې هرڅه برالا ، ازاد او منصفانه دى."

د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې او نور لوېدېزو چارواکېو پر جنرال مشرف باندى غږ کړېدى چې له انتخاباتو نه مخکى اضطرارى حالت پاېته ورسوى.

په هغه مرکه کې چې د چارشنبى په ورځ دنېوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کې خپره شوه جنرال مشرف ووېل چې دى په بشپړ ډول کانډو لېزا راېس له خواهش سره مخالف دى.

XS
SM
MD
LG