د لاس رسي وړ اتصالات

سپېنه مآڼى خپل خواهش بېا تکراروى چې مشرف اضطرارى حالت پاېته ورسوي


د امرېکا حکومت په پاکستان کې د اضطرارى حالت د ختمولو لپاره خپله غوښتنه ېو ځل بېا تکرار کړېده او وايي چې ازاد او منصفانه انتخابات دې وشى.

که څه هم د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د دغې غوښتنى په منلو کې مقاومت ته ادامه ور کوى. د سپېنى مآڼى نطاقى ډانه پرېنو نن د چارشنبى په ورځ ووېل ددې خبرې تصور گران دى چې په پاکستان کې د ې د اضطرارى حالت په موجودېت کې ازاد او منصفانه انتخابات وشى.

خو جنرال مشرف په نېوېارک ټاېمز کې د خپلې مرکې په ترڅ کې ووېل چې اضطرارى حآلت ددې لپاره نافذ شوېدى چې دازادو او منصفانه انتخاباتو کېدل ېقېنى کړى.

د پاکستان جمهور رئېس وعده کړېده چې د جنورى د مېاشتى په اولو ورځو کې پارلېمانى انتخابات وکړى.

په عېن حال کې امرېکا د باندنېو چارو د وزارت دوېم لمبرعالېرتبه چارواکى جان نېگرو پانټې ددې لپاره ددې اونى په اخر کې پاکستان ته ور لېږى چې شخصا دحکومت پېغام د پاکستان حکوت ته وسپارى.

دامرېکا جمهور رئېس هېله څرگنده کړېده چې جنرال مشرف به په پاکستان کې اضطرارى حالت ختم کړى.

XS
SM
MD
LG