د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکرو په سوات کی ٣٣ یاغیان وژلي دي


د پاکستان اردو وایی چی لږ تر لږه ٣٣ یاغیان یې چی یوه تند لاري ملا ته وفادار وو په سوات کی وژلي دي. د پاکستان د اردو نطاق تورن جنرال وحید ارشد وویل چی په یو لړ حملو کی د جنگي هلیکوپترو نو نه کار واخیسنل شو.

دا حملې پرون د چهارشنبې په ورځ د شنگله او کابل په ښارگوټو کی شوي دي.

له بلي خوا اردو وایی چی دوه عسکر یې د منگورې ښار ته نژدې چی ددې سیمي غټ ښار دی د یاغیانو د هاوانو په حمله کی وژل شوي دي.

د محلي مطبوعاتو په رپوټونو کی ویل شوي دي چی د حکومت د نظامي عملیاتو په ترځ کی لږ تر لږه ٦٠ تنه چی څو ملکي خلک هم پکې شامل وو وژل شوي دي.

مگر د پوځ نطاق وایی چی دی ددومره زیاتو کسانو د وژل کیدو خبر نسی تائیدولی .

XS
SM
MD
LG