د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان چارواکى د لنډ مهاله حکومت په جوړولو لگېادي


د جنرال مشرف مخالفېن د ېووالى خبرى کوي او د پاکستان چارواکى د لنډ مهاله حکومت په جوړولو لگېادي.

دغه حکومت به د اوسنى حکومت ځاى ونېسى او د جنورى د انتخاباتو څارنه به وکړى.

د امرېکا غږ خبر ېال بېري نېوهاوس (Barry Newhouse) له اسلام اباد نه رپوټ راکوى چې جنرال مشرف کوشش کوي چې انتخابات د اعتبار وړ ښکاره شى که څه هم د اضطرارى حآلت په موجودېت کې ترسره کېږى.

د جنرال مشرف مخالفېن دهغه خلاف د ېووالى په چارو بوخت دى. د نومبر پنځه لسمه نېټه د پاکستان په سېاسى تارېخ کې ډېره مهمه گڼل کېږى ځکه چې د موجوده اولسي جرگى موده په همدې ورځ پاېته رسېږى.

په همدى ډول د جنرال پروېز مشرف د جمهورى رېاست دوره هم پاېته رسېږى. خو هغه وخت چې جنرال مشرف اضطرارى حالت اعلان کړ نو داېې هم ووېل چې د پاکستان د اولسى جرگې موده به په همدې ورځ پاېته ورسېږي خو دى دجمهورى رېاست وظېفى او د پوځ د لوى درستېز په حېث دواړو وظاېفو ته دوام ورکړى.

احسان اقبال د پخوانى لومړي وزېر نواز شرېف دگوند وېاند وايي د جنرال مشرف اعمال ددى سبب کېږى چې دهغه سېاسى مخالفېن سره ېوځاى شى.

احسان اقبال په دې باب داسى وايي : "ددغو غوښتنو لپاره د ټولو مخالفو گوندونو ترمنځ په بشپړ ډول توافق نظر موجود دى. همدا خبره ددې امېد پېدا کوى چې هغوى به د دېموکراسى د بېا راوسلتو لپاره رسمى او ېا غېررسمى اېتلاف له ېوبل سره وکړى او دغه اېتلاف به ډېر پراخه بنسټ ولرى."

خبرى رپوټونه وايي نواز شرېف له خپلې پخوانى سېاسى رقېبى بېنظېر بهټو سره د جنرال پروېز مشرف په خلاف د ېوځا ى کېدلو لپاره مذاکرات کوى.

XS
SM
MD
LG