د لاس رسي وړ اتصالات

یاغي طالبانو په افغانستان کی د انگریزي ژبي یو ښوونکی وژلی دی


یاغی طالبانو د افغانستان په ختیځ کی د انگریزي ژبي پریوه ښوونکي باندی ډزي وکړې او ویی واژه. ددې پېښي سره جگړه ونښته چی دوه یاغیان او دوه پولیسان په کی ووژل سول.

محلي چارواکو وویل چی دغه ښوونکي د چهارشنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کی په کوم ښونځي کی د انگریزي ژبي د رس ورکاوه چی ډزي ورباندی وشوې.

پولیس د پېښي ځای ته راورسیدل او د یاغیانو سره یې ډزي شروع سوې چی په دواړو خواوو کی مړي وشول.

یاغي طالبانو په افغانستان کی یوشمیر ښوونځي تباه کړي دي او زیاتره په هغو خلکو باندي حملې کوی چی د خارجی حکومتونو سره طرفداري څرگندوی.

له بلي خوا په افغانستان کی د امریکا په مشري قواوو نن و ویل چی دوی د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د نظامي عملیاتو په وخت څو تنه یاغي طالبان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG