د لاس رسي وړ اتصالات

منشي بان کي مون وايي د اقلیم د بدلون په اړه رپوټ په اندونزیا کې د راتلونکي خبرو لپاره یو لوی پرمختگ دی


د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وايي د اقلیم د بدلون په اړه رپوټ په اندونزیا کې د راتلونکي خبرو لپاره یو لوی پرمختگ دی.

ښاغلي بان کي مون نن شنبې په هسپانیې کې د ملگرو ملتو د کانفرانس هغه هیئتونه وستایل کومو چې د اقلیم د بدلون په هکله د گامونو د پورته کولو په سر موافقې ته سره ورسیدل.

عمومي منشي وویل چې په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې هغه خطرونه چې د اقلیم د بدلون نه رامنځ ته کیږي ټول واقعي خطرونه دي او داسې لیاري شته دي چې ددې خطرونو مخنیوی کولی شي.

د هسپانیې په کانفرانس کې د ١۴٠ هیوادو پوهانو دې موافقې ته سره ورسیدل چې هغه د شلو مخونو ارقام تصویب کړي چې په هغو کې ویل کیږي چې د اقلیم بدلون کولی شي ناببره او ډیر طبیعي ناخوالې رامنځ ته کړي.

پوهان په دې نظر دي چې د اقلیم تودیدل به دځان سره د تودوخي څپې، وچکالۍ، استوايي طوفانونه او د اوبو او د خوړو کمښت را منځ ته کړي.

هغه موافقه چې د جمعې په ورځ حاصله شوه په حکومتونو غږ کوي چې په خپلو ملکونو کې د هغو گازاتو د تولید مخه ونیسي چې د اقلیم د تودیدلو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG