د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا استاځي پر جنرال مشرف غږ وکړ چې اضطرارى حالت پاېته ورسوي


د امرېکا ېو عالېرتبه د ېپلومات د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف دېته هڅولى دى چې په پاکستان کې اضطرارى حالت پاېته ورسوي، سېاسى بندېان ازاد کړى اود پوځ د مشرۍ نه استعفى وکړي.

د امرېکا د بهرنېو چارو دوزارت مرستېال جان نېگرو پانټې وايي چې ده جنرال مشرف ته ووېل چې اضطرارى حالت دازادو، منصفانه او اعتباري انتخاباتو سره اړخ نه لگوى.

نېگرو پانټې نن د ېکشنبى په ورځ په ېوه خبري کنفرانس کې مخکى له دېنه چې له پاکستان نه ولاړ شى په اسلام اباد کې دامرېکا په سفارت کې خبرى کولى. نوموړي، دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې د جمهور ریئس پرویز مشرف سره څه دپاسه دوه ساعته خبری وکړی.

پاکستانی ماموران وائې، جمهور رئیس پرویز مشرف دامریکا دبهرنیو چارودوزیری مرستیال جان نیگرو پونتی ته وویل، اضطرارى حالت به ترهغه وخت پورې لېرى نکړى شى چې څو پورې په پاکستان کې امنېتى حآلت ښه شوى نه وي.

دهیواد دپارلمانی انتخاباتو لپاره اضطراری حالت ضرور دی چې په سوله ایزه فضاکې دغه انتخابات ترسره شی. رپوټ وايي ، د ښاغلى مشرف او نېگرو پانټې په مجلس کې د جنرال مشرف پوځى مرستېال جنرال اشفاق کېاني هم د شنبى په وځ گډون کړى و.

ډېره زېاته توقع کېږى چې که چېرې جنرال مشرف د پوځ د لوى درستېز له وظېفى نه استعفى وکړى نو جنرال کېانى به دهغه ځاى ونېسى.

جنرال مشرف د جمعى په ورځ ېو نوې لنډ مهالې کابېنى ته د مشرانو د جرگې دمشر محمد مېان سومرو په مشرۍ وظېفه ورکړېده چې د راتلونکېو پارلېمانى انتخاباتو څارنه او سر پرستى وکړى. پخوانی صدراعظمې بینظیر بهتو پرون دجمعی په ورځ په کور کې له نظربندې خوشی کړی شوه.

هغه وائې، دغه انتقالی حکومت په رسمیت نه پیژنی او دا خبره هم نه منی چې داضطراری حالت په وخت کې به آزاد اوعادلانه انتخابات وشی . په عینی حال کې پاکستانی مطبوعات وائې، وروسته له هغې چې کورنې خپرونی بندی شوی، دوی ئې مجبورکړل چې خارجی خپرونی هم پای ته ورسوی.

د جېو تلویزن رئیس عمران اسلم امریکا غږته وویل، دغه تلویزن به دخپرونو نوی موافقه لاس لیک نکړی ځکه چې ددغې موافقی له مخی به مامورانوته اجازه وی چې پخپله خوښه دتلویزن دفترونوته ننوځی، سامانونه ضبطوی او کارکونکی توقېف کوی.

رپوټ وايي دغه ازادې خپرونی په داسی وخت کې بندی کړی شوی چې ښاغلې نیگروپونتی دجمهوررئیس مشرف سره ملاقات کاوه.

XS
SM
MD
LG