د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا په مشری عسکرو دافغانستان په جنوب کې ۴٣ تنه یاغی طالبان ووژل


افغان او امریکائې ماموران وائې، په یو لړعملیاتو کې چې د افغانستان په جنوب کې وشول، لږترلږه ۴٣ تنه مشکوک طالبان ووژل شول.

په افغانستان کې دامریکا نظامی مقامات وائې، دهلمند په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې د ائتلاف قواو ٢٣ تنه یاغی طالبان ووژل او یو لس تنه نورئې ونیول.

د امریکا پوځی مقاماتو نن دشنبی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وائې، دغه جگړه په داسی وخت کې ونښته چې دائتلاف عسکرو دگرمسیر په ولسوالې کې دوسلو تالاشی کوله.

دا ولسوالې په هغه لاره واقع ده چې له پاکستان نه ورباندی وسلې په قاچاق راوړل کیږی. له بل پلوه پولیسان وائې، افغان عسکرو د کندهار ولایت دژیړۍ په ولسوالې کې دعملیاتو په وخت کې لږترلږه شل تنه یاغی طالبان ووژل.

له بلی خوا دهیواد په جنوب کې دناټو ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ دهیواد په جنوب کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دناټو دوه عسکر او ددوی ترجمان ووژل شول.

په دغه دچاودنه کې دناټو دری نور عسکر زخمیان شول. همدغه راز دناټو ماموران وائې، نن د شنبی په ورځ د ننگرهار په ولایت کې ځانمرگی بم اچونکی یو ملکی افغان او یو دناټو عسکر زخمی کړ.

په دغه چاودنه کې دوه ملکیان هم زخمیان شویدی .

XS
SM
MD
LG