د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا وړاندېز کړېدى چې په اېسېن کې د برما غړېتوب وځنډول شى


د جنوب ختېځى اسېا دهېوادونو اتحادېه وايي چې دوى دامرېکا هغه وړاندېز رد کړېدى چې وايي د برما غړېتوب د بشرى حقوقو د خرابى سابقې له امله وځنډوي.

داېسېن دهېوادونو دټولنى عمومى منشى اونگ کېن ېانگ نن دېکشنبى په ورځ ووېل چې د برما له پوځى حکومت سره په معاملاتو کې مقابله کول د حل لاره نده.

دامرېکا د مشرانو جرگې د جمعى په ورځ دراېو په اتفاق داېسېن د ټولنى مشران دېته وهڅول چې د برما د بشرى حقوقو د خرابى سابقې په سبب په اېسېن کې ددغه هېواد غړېتوب وځنډوي.

د سپتمبر په میاشت کې د سوله ایزو مظاهرو ځپل او د زرگونو خلکو د نیولو په ترڅ کې د اسیان لخوا یوه اعلامیه خپره شوه او په دې کار باندې بد وویل شو.

هیله کیږي چې د مشرانو په دې غونډه کې د برما په پوځي واکمنانو باندې انتقادونه وشي، خولکه چې ویل کیږي دوی به ددې نه زیات څه ونه کړي.

لاوس او کمبودیا لا مخکې د برما په وړاندې له سخت دریز سره خپل مخالفت څرگند کړی دی او وویلي دي چې مونږ د امریکا او دنورو ملکونو لخوا په برما باندې د بندیزونو طرفدار نه ېو ځکه چې دا بندېزونه ملکى خلکو ته تاوان رسوى.

د سنگاپور لومړ ي وزېر لي سین لونگ د امریکا د یوه تلویزیوني چینل سره په خپلو خبرو کې وویل دده ملک که څه هم د برما ددغو کارونو غندنه کوي خو په دې ملک باندې د بندیزونو پلوی نه دی.

اېسېن غړي هېوادونه په دې اونى کې له ېوبل سره ملاقات کوى. د سه شنبى په ورځ به دغه ډله هېوادونه ېو داسى تړون لاسلېک کړى چې هغوى ته به دا روپايي ټولنى په څېر قانونى حېثېت ورکړى.

دا تړون به داقتصادى ېو والى لپاره لاره اواره کړى. په اېسېن ټولنه کې بروناى، برما، کمبودېا، اندونېزېان، لاوس ، مالېزېا، فېلېپېن، تاېلند ، وېتنام او سنېگاپور شامل دى.

XS
SM
MD
LG