د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سترې محکمى هغه پنځه ېا شپږ دعوې چې دمشرف د بېا انتخابېدو په اړه شوې وې، دغور وړندى بللى


چارواکي وايي د پاکستان د سترې محکمى هغه پنځه ېا شپږ دعوې چې د جنرال مشرف د بېا انتخابېدو په اړه شوې وې دغور وړندى بللى.

ېوازې ېوه ېې پرېښى ده چې ددى اونى په وروستېو ورځو کې به پرې بحث وشى. لوى څارنوال ملک محمد قېوم نن ددوشنبى په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې په پاتى عرېضو باندى به د پنجشنبى په ورځ غور وشى.

د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف ستره محکمه له هغوى قاضېانو نه چې له ده سره ېې جوړه نه وه هغه وخت تصفېه کړه چې د نوومبر په درېمه ېې اضطرارى حالت اعلان کړ.

د جنرال مشرف سېاسى مخالفېنو داکتوبر په مېاشت کې د هغه له بېا انتخابېدلو سره خپل مخالفت په دې څرگند کړېدى چې دى له بېا انتخابېدو سره سره هم د پوځ مشرپاتى شوېدى.

جنرال مشرف وعده کړېده چې که د جمهور رئېس په توگه دده بېا انتخابېدل منظور شى نو دى به د پوځ له مشرتابه نه استعفى وکړى.

نن ددوشنبى په ورځ دوخته د پاکستان چارواکېو ووېل چې جنرال مشرف د پارلېمانى انتخاباتو لپاره د جنورى اتمه نېټه منظور کړه، خو داېې ونه وېل چى اېا اضطرارى حالت به ترهغه وخت پورې لېرى شى او که نه.

د مخالفو سېاسى مشرانو له جملى نه پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظېر بهټو ووېل چې ښايى دا له انتخاباتو سره مقاطعه وکړى.

جنرال پروېز مشرف د ېکشنبى په ورځ مخالف سېاسى گوندونه دېته وهڅول چې له انتخاباتو سره مقاطعه ونه کړى. هغه ووېل هغه کسان چې له انتخاباتو سره مقاطعه کوى هغوى به دا کار ددى لپاره کوى چې گوېا انتخابات گټلى نشى.

دامرېکا د بهرنېو چار و د وزارت مرستېال جان نېگرو پانټې دېکشنبى په ورځ ووېل چې ده د پاکستان جمهوررئېس ته ووېل چې اضطرارى حالت له ازادو، منصفانه او دا عتبار وړ انتخاباتو سره اړخ نه لگوى.

د پاکستان چارواکېو ووېل چې جنرال مشرف نېگرو پانټى ته ووېل چې اضطرارى حالت به تر هغه وخت پورې ختم نکړى شى تر څو پورې چې په پاکستان کې امنېت ښه شوى نه وى.

XS
SM
MD
LG