د لاس رسي وړ اتصالات

د وېنزو وېلا جمهور رئېس له احمدى نژاد سره ملاقات وکړ


د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد د وېنزو وېلاله جمهور رئېس هېوگو شاوېز سره په تهران کې ملاقات وکړ چې خپلى اقتصادى اړېکى نورې هم پراخه او مظبوطى کړي.

د اېران سرکارى مطبوعاتو ووېل چې دواړو خوو نن ددوشنبى په ورځ داسى تړونونه لاسلېک کړل چې داېنرژى، بانکدارى او صنعت په برخه کې به له ېوبل سره همکارى کوى.

تمه ده چې د وېنزووېلا جمهور رئېس هوگېو شاوېز او داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد نن ددوشنبى په ورځ په گڼو سېاسى او اقتصادى مساېلو باندى له ېو بل سره خبرى وکړي.

د وېنزووېلا جمهوررئېس تهران ته له سعودي عربستان نه سفر وکړ. هلته په سعودى عربستان کې هغه د اوپېک په ېوه عالى غونډه کې گډون وکړ.

اوپېک د تېلو د صادروونکېو هېوادونو ېوه موسسه ده چې په ١٩٦٠ مېلادى کال کې جوړه شوې وه. د جولاى په مېاشت کې دغو دواړو هېوادونو په دې پېل وکړ چې په گډه د د پېترو کېمېکل ېوه موسسه په گډه جوړه کړى.

د اېران او وېنزو وېلا ترمنځ په دې نېژدى کلونو کې اړېکى ډېرې قوي دى او د دواړوهېوادونو مشران دامرېکا پالېسېو غندنه کوى.

XS
SM
MD
LG