د لاس رسي وړ اتصالات

په توپان ځبلي بنگله دېش کې مړو شمېر تر دروزرو نه زېات شوېدى


توپان ځپلي بنگله دېش ته نړېوالى مرستې ور روانى دى خو دخېره مرستو چارواکى خبردارى ورکوى چېمړو شمېر تر لسو زرو پورې رسېدلى شى.

په بنگله دیش کی د مرستې کارکونکي وايي ممکن د سمندري طوفان د قربانیانو شمیر هغه وخت زیات شي چې کله دوی د ملک د جنوب ویجاړو شوو سیمو ته د طوفان د پاتې شوو کسانو مرستې ته ورشى.

د طبېعى افتونو سره دمبارزې چارواکى وايي تراوسه پورې له بنگله دېش سره د ١۴٠ ملېونو ډالرو مرسته شوېده.

ېوازې سعودى عربستان سل ملېونه ډالره مرسته اعلان کړېده. دعاجلو مرستو ادارې د ملگرو ملتونو، امرېکا، برتانېې هند اوکاناډا نه هم دمرستو د ور رسولو وعدى کړېدى.

چارواکي وايي د سد ر دې طوفان سړکونه ویجاړ کړی او د برښنا او د مخابراتو مزى ېې شلولي دي نو ځکه د بین المللي مرستو د ادارو فعالیتونو ته خنډونه پیدا شوي دي.

مامورینو ویلي دي چې د تیرې پنجشنبې طوفان په تیرو لسیزو کې تر ټولوتېرو توفانونو تباه کوونکى طوفان ؤ ځکه چې ډیر زېات تاوانونه یې اړوللي دي.

د بنگله دیش حکومت نن دوشنبې په رسمي ډول د ټولو قربانیانو د شمیر په باب ووېل چې تردرو زرو نه زېات شوېدى.

د بنگله دیش د سرې میاشتې ټولنه وايي د ټولو قربانیانو شمیر ممکن لسو زرو ته ورسیږي ځکه دوی تر اوسه پورې هغو سیمو ته لانه دي رسیدلي چې د طوفان لخوا سخت ځپل شوي دي.

بنگله دیش پوځي بیړۍ او هلیکاپترونه په کار اچولی تر څو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG