د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو کابینی د روغ نیت ښودلو په هدف د فلسطینی قیدیانو د خوشی کولو فیصله کړیده


د اسرایلو کابینی د امریکا په مرسته جوړیدونکی د سولی د غونډی نه وړاندی د روغ نیت ښودلو په هدف د ۴٥٠ فلسطینی قیدیانو د خوشی کولو فیصله کړیده.

د دغو قیدیانو د خوشی کولو وړاندیز نن پخپله د اسرایلو لومړى وزېر ایهوداولمرت کړیدی.

د فلسطینیانو مقامات د اسرایلو نه د قریب دوه زرو قیدیانو د خوشی کولو غوښتنه کوی. د اسرایلو صدرا‏عظم به نن د د فلسطینیانو د جمهور ریس محمود عباس سره وینی.

دا به د منځنی ختیځ د سولی په باب د امریکا لخوا جوړیدونکی هغی مهمی غونډی نه وړاندی د دوی خاص ملاقا ت وی.

کومه غونډه چی کیدای شی دوه هفتی پس امریکا کی وشی. د اسرایلو صدراعظم د دغی غونډی نه وړاندی د منځنی ختیځ د وضعی په باب د خبرو دپاره سبا د سه شنبی په ورځ مصر ته ځی چی د جمهور ریس حسنی مبارک سره ووینی.

ښاغلی اولمرت نن دا هم ویلی چی اسرایل به لودیزه غاړی باندی نوری ابادئ ونکړی او ټولی غیر قانونی ابادئ هم ړنگی کړی.

خو دایی نه دی ویلی چی ایا اوس چی کومی ابادئ قایمی دی په هغو کی د ودانیو کولو اجازه شته ا و که نه ؟

XS
SM
MD
LG