د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا دا پلان لرى د پاکستان د سرحدی ملېشو سره همکارى زېاته کړي


د امرېکا د دفاع وزارت دپنټاگان وائې، ېو داسى پروگرام ېې جوړ کړېدى د پاکستان دسرحدی قول اردو قابلیت تقویه کړی.

د پاکستان په سرحدی قول اردوکې هغه ملیشی هم شامل دی چې د افغانستان سره د پاکستان ناارامه سرحد ساتنه کوی اوهلته قانون اونظم ساتی.

د پنټاگان نطاق جېف مورېل وویل، دغه هڅی دروان کال په سر کې پیل شوی وی چې قواوی دی زیاتی شی او روزنه او تجهیزات دی ورکړل شی مگر وسلی یامهمات پکې ندی شامل.

پنټاگان غواړی چې ددغې هڅې لپاره بود جه تقریبآ دوه برابره کړی. مورېل ووېل چې پنتاگان غواړى په دغه قول اردو کې د ځاي خلکو شمېر زېات شى ځکه د ژبى او سېمى مسله مهمه ده او داخلک هلته اعتبار لرى.

پنتاگان غواړى چې ددغوهلو ځلو لپاره خپله بودجه چې اوس سل ملېونه ډالره ده دوه چنده زېاته کړى.

مورېل داهم ووېل چې دا پلان چې ځايي قبېلوى مشران دې د پاکستان په لېرې پرتو قبېلوى سېمو کې استخدام شى چې له افراطېانو سره مقابله وکړى پېشنهاد شوېدى خو پنتاگان تراوسه پورې په جدى ډول پرې غور ندى کړى.

د پنتاگان مطبوعاتى وېاندى مورېل ووېل دا پېشنهاد د هغوڅو پېشنهادونو اونظرېاتوپه جمله کې شامل دى چې وايي له پاکستان سره همکارى څنگه زېاته شى.

دغه لېست هغه وخت جوړ شو چې د سمندرى قواو ستر جنرال اېرېک اولسن پاکستان ته سفروکړ. ددغه سند په برخه کې ددوشنبى په ورځ په نېوېارک ټاېمز کې خبرى شوې وې.

ددغه پلان خبر په داسی وخت کې خپرېږى چې دپاکستان دسیاسی بحران او د افراطی ډلو دخپریدو په باره کې اندیښنی زیاتی شویدی.

د امریکا حکومت دپاکستان سره لس میلیارده ډالرمرسته کړیده چې اکثره ئې په پوځ باندی لگول شویدی.

دغه مرستې دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې په نیویارک او واشنگټن باندی ترورستی حملی شوی وی، پېل شوېدى ځکه پاکستان دافراطیانو په خلاف په جگړه اخته دی.

XS
SM
MD
LG