د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د عراق د امنیت په برخه کې له امرېکا سره نوې خبرې کوي


ایران په دې موافقه کړیده چی د عراق د امنیت په برخه کې له امرېکا سره نوې خبرې وکړي د ایران دولتی خبری آژانس ایرنا د بهرنیو چارو د وزیر منوچهر متکى له قوله ویلی چی دغه مذاکرات به ډیر ژر ترسره شی.

ښاغلي متکي په دی وروستیو وختونو کی کی د ملگرو ملتونو نه غوښتی چی د عراق نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره مهال ویش جوړ کړی.

امریکایی او ایرانی چارواکیو سږ کال د عراق د حالاتو په هکله دری ځلې مذاکرات کړی دی.

د می په میاشت کی د سفیرانو په سویه مذاکرات د دواړو ملکونو ترمینځ د دری لسیزو په موده کی لومړنی مذاکرات و چی د لوړی سویی مامورینو ترمینځ وشول.

د امریکا متحده ایا لاتو ایران په دی تورن کړیدى چی اټومی وسلی جوړوی خو ایران تل دا تورونه رد کړی دی.

تیره میاشت د امریکی متحده ایالاتو د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ډله ئیزو وسلو په خپرولو تورن کړ او د قدس قوه یی په منځنی ختیځ کی د ترهگرۍ سره ملاتړ کونکې قوه وبلله.

XS
SM
MD
LG