د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي چارو اکېو د ډزو په اړه څلوېښت تنه خارجېان نېولى دي


د امرېکا نظامى چارواکى وايي د عراق عسکرو ۴٣ کسان چې زېاتره ېې خارجېان دى وروسته له هغه نه ونېول چې ېوه عراقۍ ښځه په بغداد کې د ډزو په ېوه پېښه زخمى شوه.

چارواکى وايي په نېول شوو کې لس تنه عراقېان، ېووېشت تنه سرېلانکاېان او نهه نېپالېان شامل دى. دوه کسه د فېجي دى او دوه کسه هندوستانېان دى.

دغو ټولو د کراده په اولسوالى کې سفرکاوه چې د ډ زو دا پېښه منځته راغله. د ډزو دعواملو په باب تحقېقات روان دى، د زخمى شوې ښځې په باب نور معلومات نشته.

د امرېکا د اردو ېونطاق وايي دغه کاروان د اېمکو د کمپنى و. دغه کمپنى په دوبۍ کې دېره ده خو دامرېکا له حکومت سره قراردادونه لرى چې عسکرو ته په عراق کې خوراک او اوبه برابرې کړى.

ددوشنبى دورځې د ډزو په څېر په عراق کې نورې پېښې هم شوى دي. په ېوه خونړى پېښه کې د امرېکا د بلک واټر د امنېتى کمپنى ساتونکى لتاړول.

دغه پېښه د روان کال د سپېتمبر په ١٧مه نېټه پېښه شوه اواولس کسان پکى ووژل شول.

XS
SM
MD
LG