د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیان غړیو هیوادونو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یو منشور لاس لیک کړ


د ختیزې اسیا د هیوادو مشرانوېو منشور تصویب کړی دی او په دې توگه ددغى سېمى هېوادونو د یو قانونې سازمان په واسطه او د یو شمیرمقرراتو پر بنا له ېوبل سره تړاو پېدا کړ.

د اسیان غړیو هیوادونو د یولړ مراسمو په ترڅ کې دغه منشور په سنگاپور کې لاس لیک کړ. خو په دې غونډه کې په برما کې د بشري حقوقو لانجمنې موضوع د غونډې فضا خړه پړه کړې وه.

په دغه منشور سره به داېسېن ټولنه په بین المللي خبرو کې یو قانوني حیثیت ولري او د سوداگرۍ، پانگې اچونې، چاپیریال ساتنې او نورو ډگرونو کې به په مذاکراتو کې مطرح وي.

په دې منشور کې راغلي چې د بشري حقوقو د یوې موسسې د جوړولو لپاره دې کار وشي خو داسې میکانیزم به ونه لري چې د بشري حقوقو په برخه کې قوانین عملي کړي.

خو تر ټول مخکې باید دغه منشور د غړو هیوادو لخوا په تصویب ورسیږي. فلیپین اخطار ورکړ د دوی د هیواد کانگرس به تر هغې پورې دا منشور تصویب نه کړي تر څو په برما کې دموکراسي اعاده نه شي او د نوبل د جایزې وړنکې ان سان سوچې د کور له نظر بندۍ نه خوشې نه شي.

XS
SM
MD
LG