د لاس رسي وړ اتصالات

نن لږ تر لږه څوارلس طالبان په اورزگان کې وژل شوېدى


د افغانستان او اېتلاف قواو په گډو عملېاتو کې او د هوايي قوې په بمبارى کې نن د سه شنبى په ورځ لږ تر لږه څوارلس طالبان د افغانستان د اورزگان په ولاېت کې وژل شوېدى.

د اورزگان دامنېه قوماندان ووېل چې داوروستۍ نښته هغه وخت وشوه چې د طالبانو ېو ې سترې ډلې په اورزگان کې پر عسکرو باندى ناڅاپى حمله وکړه.

د اېتلاف قواوې وايي چې دوى هغه وخت هوايى برېدونه پېل کړل چې د ېاغېانو ېوې سل کسېېزې ډلې په راکټونواو ټوپکو نو باندى داېتلاف پر قواو حمله وکړه.

د برتانېې اکسفام وايي د امرېکا د بېارغونى په هلو ځلوکې ډېر نواقص شته دى

د برتانېې ېوې خېرېه موسسې اکسفام په افغانستان کې دامرېکا په مشرى امنېتى او انکشافى هلو ځلو باندى سخت تېره انتقاد کړېدى.

اکسفام ووېل امرېکا په خپلو نظامى هلو ځلو او عملېاتو باندى ډېرې پېسى لگولى دى چې له سر تېرو سره جگړه وکړى، خو د جنگ ځپلى افغانستان د بېارغونى په پروژو ېې دومره ندى لگولى.

ددغى موسسى رپوټ وايي چې د امرېکا د نړېوالو مرستو اداره ېو اېس اېډ خپله نېماېې بودجه په افغانستان کې د امرېکا پنځو سترو قراردادېانو ته ورکوى. په دغه رپوټ کې عراق له افغانستان سره مقاېسه شوېدى.

هلته دامرېکا د مرستو پېسى نورو خارجى کمپنېو ته هم د انکشافى او بېا رغونى د کارونو لپاره ورکول کېږى. اکسفام وايي هغه پنځه لس ملېارده ډالره مرستى چې افغانستان ته د طالبانو د سقوط نه وروسته ورکړل شوىدى.

دهغو زېاتره برخه غېر افغانى منابعو ته ورکړد غټو تنخواه گانو او دژوند د لگښت په بڼه هغو مامورانو ته ورکړل شوېده چې اصلا افغانان دى خو په امرېکا او ېانورو بهرنېو هېوادونو کې استوگنه کوى او هماغو ملکو تابعېت لري.

XS
SM
MD
LG