د لاس رسي وړ اتصالات

پروېز مشرف


د پاکستان چارواکى داسى نښې نښانى څرگندوى چې جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف ښايي په ېو څو ورځو کې د پوځ د لوى درستېز له مقام نه استعفى وکړى او دخپل جمهورى رېاست دوره د ېوملکى مشر په حېث پېل کاندى.

چارواکي وايي چې جنرال مشرف به هغه وخت چې د پاکستان ستره محکمه هغه وروستى عرېضى او قانونى انتقادونه دهغه د جمهورى رېاست د بېا انتخابېدو په باب لېرى کړي نودى به دېته چمتو وي چې د ېوملکى مشر په حېث د وفادارى سوگند وکړى.

محکمى دهغو عراېضو له جملى نه پنځه شپږ عرېضې همدا اوس بې اساسه گڼلي دى او خارج کړې ېې دي.

محکمه دا نېت لرى چې په وروستى عرېضه باندى د پنجشنبى په ورځ غور وکړى.

په عېن حال کې د امرېکا جمهور رئېس جورج بش ووېل چې د پاکستان مشر په خپل هېواد کې ددېموکراسى لپاره له بل هرمعاصرمشر نه ډېر خدمت کړېدى.

که څه هم اوس ېې اضطرارى حالت اعلان کړېدى او له سېاسى مخالفېنو سره سختى را اخېستى ده. په هغه مرکه کې چې د اې بې سي په تلوېزېون کې د سه شنبى په ماښام خپره سوه ښاغلى بش ووېل چې دى د جنرال مشرف د اضطرارى حالت له قانون سره خوشاله ندى خو هغه ووېل دى په دې پوهېږى چې دى د سخت درېځو سره په جگړه کې څومره مهم نقش لري.

همدارنگه د سه شنبى په ورځ د پاکستان د کورنېو چارو وزارت نطاق جاوېد چېمه ووېل تردرو زرو څلورسوو نه زېات کسان چې د اضطرارى حالت د قوانېنو په سبب نېول شوى ول ازاد کړى شوېدى او پاتى دوه زره کسان به هم ډېر ژر خوشى کړى شى.

خو ددغو کسانو له خوشى کېدل نه لنډه شېبه وروسته پولېسو په کراچى کې له هغو مظاهره چېانو سره اخ و ډب وکړ چې د بندېزونو سره مخالفت کوى او د اخ و ډب نه وروسته ېې د سه شنبى په ورځ په کراچى کې ١۴٠ خبرېالان ونېول.

همدارنگه پرون د پاکستان د انتخاباتوکومېسېون په رسمى ډول اعلان وکړ چې د پارلېمان لپاره به انتخابات د جنورى په اتمه نېټه ترسره شى.

د انتخاباتو د کومېسېون مشر قاضى محمد فاروق ووېل سېاسى گوندونه د چارشنبى په ورځ د خپلو کاندېدانو نومونه اود رخواستونه دکاندېد کېدلو لپاره ورکولى شى.

XS
SM
MD
LG