د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بش په پاکستان کې له اضطرارى حالت سره خوشاله نه دى


د امرېکا د متحده اېالاتو جمهور رئېس په هغه مرکه کې چې داې بى سى په تلوېزېون کې خپره سوه دا اسره څرگنده کړېده چې دى لاتر اوسه پورې هم په جنرال پروېز مشرف باندى باور لرى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش په پاکستان کې د اضطرارى حالت نافذول ېوه اشتباه بولي او جنرال مشرف ېې دېته هڅولى دى چې خپل ملک بېرته د دېموکراسى په لاره روان کړى.

په دغه مرکه کې د ښاغلى بش الفاظو دهغى د ارادې او ټېنگوالى څرگندونه کوله خو هغه د پاکستان جمهور رئېس دېته ونه هڅاوه چې له خپل مقام نه استعفى وکړى.

د (ABC television ) په مرکه کې ښاغلي بش له دې خبرى سره موافقه ونه ښوده چې ده پر جنرال مشرف باندى زښت ډېر اعتماد اوباور کړېدى.

ښاغلى بش د جنرال مشرف په برخه کې داسى ووېل: "هغه دترهگرۍ خلاف مبارزه کې ېو وفادار انډېوال دى. هغه په پاکستان کې ددېموکراسى له پرمختگ سره هم مرسته کړېده. هغه وېلي دى چې دى به له عسکري مقام نه استعفى وکړى. هغه وېلى دى چې په پاکستان کې به انتخابات وى. د سه شنبى په ورځ هغه زندانېان خوشى کړل. تراوسه پورې زه په دې عقېده ېم چې هغه په خپله خبره ولاړ سړى دى."

جمهور رئېس جورج بش په خپله مرکه کې ېو محتاط خو خوشبېن سړى ښکارېده. هغه له دېنه انکار وکړ چې په هغو زېږو انتقادونو کې برخه واخلى چې د جنرال مشرف په برخه کې کېږى.

ښاغلى بش د انتقاد په ځاى هغه امېد وارى څرگنده کړه. "هغه د دېموکراسى لپاره تر بل هر معاصر مشر نه په پاکستان کې ډېر کار کړېدى. اېا موږ په پاکستان کې دا ضطرارى حالت له نفاذ سره خوشاله ېو؟ نه موږ خوشاله نه ېو.

اېا زه په دې پوهېږم چې هغه د افرآطېانو خلاف جگړه کې څومره مهم دى؟ هو زه پوهېږم. اېا زه په دې عقېده لرم چې دى به پاکستان بېرته ددېموکراسى په لاره روان کړى او که نه. زه ېقېنا امېد وار ېم. "

------------------------------------------

دامرېکا دمتحده اېالاتو جمهوررئېس جورج بش د (ABC television ) سره په خپله مرکه کې داېران پر حالاتو او هغو روانو هلو ځلو باندى چې اېران په دې قانع کړى چې له اټومى وسلو نه لاس واخلى هم خبرى وکړې.

هغه ووېل دا ېران اټومى فعالېتونه هغه هېوادته دا قابلېت ورپه برخه کولى شى چې اټومى وسلو ته انکشاف ورکړى.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د ( ABC television ) په دغه مرکه کې په دې ټېنگا ر وکړ چې د ستونزو په اوارولو کې له دېپلوماسۍ نه کار واخېستل شى. خو هغه داهم ووېل چې د حل نظامى لاره هېڅلکه هم له نظره نشى غورځېدلى.

ښاغلى بش په دې برخه کې داسى ووېل : "زماهدف دادى چې دا مسله په دېپلوماتېکو لارو چارو حل کړم. زه په بشپړ ډول دانېت لرم او په دې عقېده هم لرم چې موږ دا کار کولى شو. خو دېپلوماسى هغه وخت مؤثره ده چې ېوه جمهوررئېس د حل د ټولو لاروچارو واک او اختېار ولرى.

او ټولې لارې چارې زما په اختېار کې دي. هېڅوک نه غواړى چې له نظآمى قوې نه دېوه هدف په استعمال کې هم کار واخلى خو دټولو خواو لپاره په دې خبره باندى پوهېدل ډېر اهمېت لرى چې په داسى حال کې چې زه دېته خوشبېن ېم چې د دېپلوماسى له لارې نه ېې حل کولى شو سره له دې هم جمهور رئېس له نور لارو چارونه کار اخېستلىشى او واک او اختېار ېې ورسره دى."

ېو څو ورځى مخکى په ېوه خبري کنفرانس کې داخبره وکړه چې په اټومى وسله سنبال اېران ددرېم نړېوال جنگ په لوري تللى شى. خو هغه په خپله تازه مرکه کې خپله خبره لږه نرمه کړه.

هغه ووېل چې اېران دا حق لرى چې دملکى استعمال لپاره اټومى اېنرژى ته انکشاف ورکړى خو هغه زېاته کړه چې داېران مشرانو گواښ کړېدى چې اسراېېل به وېجاړوى او دا کار د ېو پراخه جنگ سبب کېدلى شى.

دامرېکا جمهور رئېس د اېران او امرېکا ترمنځ د عراق دامنېت په باب د نوومذاکراتو په امکاناتو باندى څه ونه وېل.

ښاغلى بش ووېل چې دامرېکا د عسکرو د شمېر زېاتوالى بالاخره ددې سبب شوېدى چې په عراق کې مرگ ژوبله کمه شى. هغه سږکال امرکړ ى و چې په عراق کې دې دامرېکا د عسکرو شمېر زېات شى.

ښاغلى بش ووېل په داسى حال کې چى دى دخپل جمهورى رېاست ددورې وروستى کال ته ورداخلېږى دعراق مسله دده په ذهن کې ده.

په دغه مرکه کې ښاغلى بش دخپل احتمالى ځاى نېوونکي په باب په تفصېل خبرى وکړى. خو هغه له دېنه انکار وکړ چې د جمهورى گوند لپاره خپل مطلوب کاندېد ونوموي.

خو هغه د دېموکرات گوند له خوانه د احتمالى کاندېدې سناتورې هېلرى کلنتن په باب ېو څو پوښتنو ته ځواب وواېه.

ښاغلى بش ووېل هغه په دې پوهېږى چې په مسلسل ډول تر څارنى او غور لاندى کار کول څه ډول وي. ښاغلى بش د هېلرى کلنټن په باب ووېل چې دى فکر کوى چې هغه ډېره مهمه او قوي کاندېده ده.

ېو له هغو په زړه پورې شېانونه چې به ېې له ځان سره راوړى هغه داده چې له فشار لاندې وه او په دې پوهېږى چې د تلوېزېون د کېمرو رڼا څنگه وي.

دغه مرکه دامرېکا د جمهورى رېاست په تفرېحى ځاى کېمپ ډېوېډ کې شوې وه.

دغه ځاى له واشنگټن نه د هېلېکوپټر د ېوه لنډ پرواز په فاصله کې پروت دى او جمهور رئېس جورج بش به راتلونکى څو ورځې هلته د خپلى کورنى له غړېوسره تېرې کړى ځکه چې سباته په امرېکا کې د شکرانى د ورځى ېا (Thanksgiving Day ) رخصتى ده.

XS
SM
MD
LG