د لاس رسي وړ اتصالات

د ېوې غېر قانونى ډلې مشر په بلوچستان کې امنېتى قواو وژلى دى


د پاکستان د جنوب لوېدېزې سېمى د ېوې غېر قانونى ډلې مشر په بلوچستان کې امنېتى قواو وژلى دى. د بلوچستان د ازادۍ د پوځ ېوه نطاق بېبرگ بلوچ خبرى اژانسونوته ووېل چې نن د چارشنبى په ورځ نواب بالاچ مري د شپې له خوانه د عملېاتوپه ترڅ کې ووژل شو.

د پاکستان چارواکېو په دغه پېښه باندى تبصره نده کړى. بلوچ ېاغېانو د بلوچو د چارواکېو خلاف ېو خونړى بغاوت پېل کړېدى او هغوى د خپلو خلکو لپاره سېاسى حقوق او دسېمى په طبېعى زېرمو کې برخه غواړى.

له بله پلوه، د پاکستان پوځ وايي عسکر و ېې طالب پلوه افراطېان د صوبه سرحد د شمال لوېدېزې برخى نه د ېو ې نوى تهاجمى حملى په ترڅ کې اېستلى دى.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد امرېکا غږ ته ووېل چې عسکرو ېې د سوات د شنگله په اولسوالى کې افراطېان تر زېاتى اندازې پورې اېستلى دى.

هغه ووېل په ترو دوو وروځو کې ېې تقرېبا تر څلوېښتو نه زېات افراطېان وژلىدى. د پاکستان پوځ وايي عسکر وېې د طالب پلوه سر تېرو ېو مرکز په شمال لوېدېز سوات کې پاک کړېدى او تر څلوېښتو نه زېات سر تېري ېې وژلى دى.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد ووېل سر تېري په هغو چپاوونو کې ووژل شول چې د هغوى په مرکز باندى په شنگله کې د پوځ له خوانه د سه شنبى او چارشنبى په ورځو کې وشول.

تردې مخکى د پاکستان دکورنېو چارو وزېر ووېل ١٣٠ سر تېرى په تېره اونى کې هغه ووژل شول چې پوځ د ېاغېانو پر سنگرونو باندى بمبارى وکړه.

دا کار پوځ دهغو تېارېو په لړ کې کړېدى چې پر ېاغېانو باندى د ېوې سترې تهاجمى حملى لپاره ځان چمتو کوى.

د سوات ددرى ېو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه نه له خپلو کورونو نه وتلى دى چې پوځ له هغوى نه وغوښتل چې له سېمى نه ووزى او که نه نو ملکېانو ته به تلفات ور واوړي.

په سوات کې تېره مېاشت ناکرارى هغه وخت پېل شوه چې د طآلبانو ېو طرفدار مولانا فضل الله د حکومت خلاف جهاد اعلان کړ او خپل پېغامونه د اېف اېم راډېو له لارې نه خپروى.

XS
SM
MD
LG