د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د تېز رفتارو اورگاړو مسله او دکار گرانو اعتصاب


د فرانسې حکومتی مقامات واېې چه ددغه ملک د تېز رفتار اورگاړو په نظام کې په پراخه پېمانه د د هغه تخرېب کارئ له امله د خلکو په تگ راتگ کې ځنډ راغلی چه د کار گرانو د ېوې اته ساعته اعتصاب په وجه واقع شوی ده.

د فرانسی د اوگاړو دولتی شرکت ېو لوړ رتبه مقام نن ووېل چه تخرېبکارانو د تېز رفتار اورگاړی ټی جی وي، پټلئ په څو څو ځاېونو کې خرابی کړی دی او مقصد ېې دا ؤ چه اورگاړی په منظ ډول بېا فعال نشی او د حرکت نه ولوېږی.

د فرانسې د ترانسپورت وزېر ډومېنوک بوسېغو نن د تخرب کارئ دغه ناوړه عمل وغانده او وې وېل چه دا دروانکارئ داسی ېو بد عمل دی چه د مننی وړ نه دی.

د فرانسې د اورگاړو کارگران نن وروسته دهغه بېرته خپلو کارونو ته راستانه شول چه دڅکومت او کارگرانو د اتحادېو په منځ کې خبری شروع شوی.

ددی نه علاوه په فرانسه کې ملکی مامورانو او د پوستی او مخابراتو کارگران هم نن د خپل ېوه ورځنی اعتصاب په پای کې خپلو دفترونو ته راستانه شول.

XS
SM
MD
LG