د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د جمهور رئېس له مخى نه وروستى قانونى خنډ لېرې سو


د پاکستان ستری محکمی د جمهور رېس پروېز مشرف د بېا انتخابېدو دلارې وروستې خنډ هم لری کړ او اوس د نوموړي لپاره لاره خلاصه شوه چه د ېوه ملکی جمهوررېس په توگه خپل کار شروع کړی.

د ښاغلي مشرف په لاس جوړې شوی ستری محکمی نن د پنجشنبی په ورځ د هغه د بېا انتخابېدو په لاره کې پراته شپږ قانونی اعتراضونه او باطل اعلان کړل.

جنرال مشرف څو څو ځلې دا خبره کړی وه کله چه ستره محکمه، دې د پاکستان د جمهوری رېاست د دوهمې دورې لپاره منظور کړی نو د پوځ د لوی درستېزله مقام نه به استعفى وکړی.

د پاکستان لوى څارنوال ملک قېوم وايي چې د سترې محکمى د اپرېکړه د پاکستان د انتخاباتو کومېسېون ته د ا اجازه ورکوى چې د جنرال مشرف کامېابى په انتخاباتو کې تصدېق کړى.

د پاکستان لوی څارنوال ملک عبدالقېوم اعلان وکړ چه د راتلونکې شنبی پوری به جنرال مشرف د لوی درستېز د مقام نه خپله اسعفى ورکړی.

د چهارشنبی په ورځ حکومت، د پاکستان د کرېکېټ د ټېم پخوانی قهرمان او ېوه مخالف مشر عمران خان په شمول په زرهاو سېاسی بندېان خوشی کړل د پاکستان حکومت واېې چه تقرېبا پنځه زره مدافع وکېلان او د مخالفو گوندونو کارکونکي د بند نه ازاد کړی شوى دی.

دا ټول هغه خلک دي چه حکومت د اضطراری حالت د اعلانېدو نه وروسته نېولی ؤو. د پاکستان امنېتی مقامات واېې چه شپږسوه درېشت کسان لا اوس هم په زندانونو کی پراته دي.

د پاکستان پخوانى لومړى وزېره بېنظېر بهټو او دهغې گوند وايي چې دوى مخکى له دېنه چې له انتخاباتو سره دمقاطعى پرېکړه وکړى، دېته منتظر دى چې اېا جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف له خپل پوځى مقانه استعفى کوى او که نه او په ملک کې دېموکراتېک نظآم راولى او که نه.

په عېن وخت کې د پاکستان د موقتی حکومت صدراعظم محمد مېا سومورو کوښښ کوی چه د مشترک المنافع هېوادونو مشران قانع کړی چه په دغه سازمان کې دپاکستان دغړېتوب د معطلولو د گواښ نه تېر شی.

د مشترک المنافع هېوادونو خارجه وزېران لگېادي په دې خبره باندی غور کوی چه د اضطراری حالت د اعلانولو په وجه د پاکستان غړېتوب معطل کړی، خو د پاکستان د خارجه وزارت نطاق محمد صادق غوښتنه وکړه چې ددی اقدام په باب باېد لږ څه صبر وکړی.

په جنرال مشرف باندی نړېوال فشار زېات شوی دی چه باېد اضطراری حالت ختم کړی، د پوځ نه استعفى وکړی او ازاد انتخابات وکړی.

XS
SM
MD
LG