د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیائې عسکر په افغانستان وژل شویدی


دافغانستان په جنوب کې دیاغی طالبانوسره په جگړه کې یواسټرالیائې عسکروژل شویدی . استرالیائې ماموران وائې، دناټو په مشری دبین المللی امنیت یا ایساف قواو ٢٦ کلن غړی نن دجمعی په ورځ په داسی وخت کې ووژل شو چې دارزگان په ولایت کې دیاغی طالبانو دبم جوړونکو په خلاف عملیات روان وو. دا داسټرالیا دریم عسکردی چې پدی وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې وژل کیږی . په افغانستان کې داسټرالیا دعسکرو موجودیت به ددغه هیواد په ملی انتخاباتوکې چې سباته دشنبی په ورځ کیږی،یوه موضوع وی . افغان پولیسان وائې، په یوه جلا پیښه کې یاغی طالبانو دکندهار ېه ولایت کې دپولیسو اوه صاحب منصبان ووژل . دغه صاحب منصبان وروسته له هغې ووژل شول چې یاغی طالبانو دارغنداب په سیمه کې دپولیسو یه پوسته ونیوله . دامریکا په مشری دائتلاف عسکر وائې، یوشمیر مشکوکه یاغیان وژل شویدی او پرون دپنجشنبی په ورځ دغزنی په ولایت کې نښته وشوه چې دائتلاف یو عسکر پکې زخمی شویدی . همدغه رازنن دجمعی په ورځ دهالنډ حکومت ومنله چې دافغانستان په جنوب کې دی ددغه هیواد دعسکرو ماموریت دوام ولری . هالنډ په افغانستان کې دبین المللی امنیت دمرستې دقوا دیوې برخې په حیث ١٥٠٠ عسکر لری . ددغو عسکرو ډیر شمیرئې دارزگان په ولایت کې ځای په ځای شویدی . او دپولنډ نوی صدراعظم ډونالډ تسک نن دجمعی په ورځ وویل، پولنډ به په افغانستان کې خپل عسکرپه اوسنی شمیر پریږدی . دپولنډ مشرغواړی چې له عراق نه خپل عسکراوباسی . دیودپاسه په دوه زرم کال کې دامریکا په مشری قواو په افغانستان کې دطالبانو رژیم راوپرزاوه . دتیرکال نه راپدی خوا دناټو، امریکا او افغان قواو په خلاف ځانمرگی حملی زیاتی شویدی او یاغیان بیان سره منظم شویدی . په روان کال کې په افغانستان کې دیاغیانو دتاوتریخوالی پوری په مربوط تاوتریخوالی څه دپاسه شپږزره تنه وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG