د لاس رسي وړ اتصالات

دشمالی هند په درو ښارونو کې دبمونو چاودنی شویدی چې لس تنه پکې وژل شویدی


دهند پولیسان وائې، نن دجمعی په ورځ داتراپردیش دایالت په درو ښارونوپه محکمو کې تقریبآ په یووخت کې دبمونو چاودنی وشوی چې لږترلږه لس تنه پکې ووژل شول . دغه چاودنی دلکنو ، واراناسی او فیض اباد په ښارونو کې شوی خومامورانو ئې دزخمیانو په باره کې تفصیل ورنکړ. په اتراپردیش کې یوه مامور‏(‎بریج لال ‏)‎ وویل، اوه تنه په واراناسی کې ووژل شول . دهند دکورنیو چارو دوزارت مشاوروزیرسریپ راکاش جائسوال وویل، ددی لپاره چې ویره په خلکوکې پیداکړی ښائې چې افراطیانو ددغو حملو پلان جوړکړی وی . واراناسی دهند یو له مقدسوښارونونه دی .زائرین دغه ښارته ورځی او دگنگا په سیندکې ځان پریمنځی چې پدی ښارکې دهندوانو مذهبی مراسم پرځای کیږی . دهند مقامات وائې، افراطیان تل په مذهبی ځایونوحملی لدی لپاره کوی چې داکثریت هندوانواو اقلیت مسلمانانو ترمنځ بی اتفاقی پیدا کړی .

XS
SM
MD
LG