د لاس رسي وړ اتصالات

دځانمرگی په حمله کې چې هدف ئې دپاکستان پوځیان وو، شل تنه وژل شویدی


دپاکستان ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ په دوجلاځانمرگی حملو کې چې هدف ئې په راولپینډی کې پاکستانی عسکروو، شل تنه ووژل شول. دپوځ نطاق وحید ارشد وائې، یوموټر چې دچاودیدونکو موادونه ډک وو په راولپینډی کې دنظامی مرکزنه بهر دتلاشی لپاره ودرول شونو دتلاشی په وخت کې موټر وچاودید . ښاغلئ ارشد وائې، په دغه چاودنه کې پخپله موټروان ووژل شواو دوه تنه نورزخمیان شول . نطاق وائې، اکثره تلفات ددوهمې چاودنې نه واوښتل چې دا په هغه بس سرویس کې وشوه چې د اسلام اباد او راولپینډی ترمنځ ئې تگ راتگ کاوه . پولیسان وائې، په بس سرویس کې سپرو کسانو دپاکستان دملی استخباراتو ای.ایس .ای .لپاره کارکاوه . ماموران گمان کوی چې دغه حملی دهغو نظامی عملیاتوپوری اړه لری چې دهیواد په ناارامه شمال لویدیځه سیمه کې دطالب پلوه افراطیانو په خلاف روان دی . له بل پلوه حکومتی ماموران وائې، پوځ په شمال لویدیځه صوبه کې دافراطیانو دپاڅون سره مخامخ دی او وائې، دسوات دناوی په ناکراره سیمه باندی خواړه بند کړی . په لار کې نظامی پوستی اچول شویدی او سیمی خواړه نه پریږدی چې ورسیږی . په دغه سیمه کې په وروستنیو نښتو کې څه دپاسه ٢٢٠ تنه وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG