د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانى لومړى وزېر پاکستان ته راستون شو


د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف پاکستان ته راستون شو د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف د اوو کلونو له جلاوطنۍ نه وروسته لاهور ته رسېدلى دى.

نوموړى په سعودى عربستان کې په جلاوطنى کې اوسېده. رپوټ وايي چې دى وروستى مخالف سېاسى مشر دى چې د راتلونکې کال د انتخاباتو نه مخکى خپل هېوادته راستنېږي.

که څه هم دلاهور دهوايي ډگر شاوخواته سخت امنېتى تر تېبات نېول شوې ول خو دنواز شرېف په سوو نو ملاتړ هوايى مېدان ته ننوتلى ول چې د ښاغلى شرېف ته هرکلى ووايي.

د مخالف گوند وفاداران وايي پاکستانى پولېسو د پخوانى لومړي وزېر نوازشرېف په زرگونو پلوېان او وفاداران مخکى له دېنه چې نوموړى له اوه کلن تبعېد نه راستون شي توقېف کړېدى.

د پاکستان دمسلم لېگ گوند دنواز شرېف ډلې چارواکي وايي امنېتى قواو د شنبى په ورځ ناوخته دگوند د ملاتړو په نېولو پېل وکړ چې بېرته هېواد ته دهغه دراستنېدو په وخت کې د سترې مظاهرې مخه ونېسى.

دنواز شرېف د مسلم لېگ دگوند نطاق احسان اقبال وايي پولېسو د لاهور په ښار کې خنډونه اچولى او بندېزونه ېې لگولى دى.

دغه بندېزونه اوخنډونه د لاهور د ښار په ختېځه برخه کې چې دنواز شرېف استوگنځاى دى او هماغه ځاى ته به د ېکشنبى په ورځ رارسېږى اچول شوېدى.

د حکومت چارواکىوايي هغه ته به اجازه ورکړل شى چې په هېواد کې دننه پاتې شى. کله چې نواز شرېف اول ځل د سېپتمبر په مېاشت کې راغى نو چارواکېو هغه په ېو څو ساعتونو کې بېرته له هېوادنه اېستلو ته اړکړ.

دا پرېکړه چې نواز شرېف ته اجازه ورکړل شى چې په هېواد کې ژوند کړى له هغو مجلسونو نه وروسته وشوه چې تېره اونى په سعودي عربستان کې د پاکستان د جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف او د سعودى عربستان د باچا عبدالله ترمنځ وشول.

د ښاغلى نواز شرېف گوند د مخالفو سېاسى گوندونو په هغه اېتلاف کې شامل دى چې که چېرې جنرال مشرف اضطرارى حالت پاېته ونه رسوى نو دا اېتلاف دراتلونکى کال د جنورى داتمى نېټى له انتخاباتو سره په مقاطعى باندې غور کوى.

ښاغلى شرېف په داسى وخت کې خپل هېواد ته راستنېږي چې په پاکستان کې اضطرارى قانون نافذ دى.

پردې سر بېره په پاکستان باندى د ترهگرى ېو لړ حملى هم شوېدى. د شنبى په ورځ تقرېبا ٣٥ کسان په دوه ځان وژونکېو برېدونو کې چې هدف ېې د پاکستان پوځ په راولپنډۍ کې مړه شول.

راولپنډۍ داسلام اباد نه په لنډه فاصله کې پرته ده . جنرال مشرف نواز شرېف په ١٩٩٩ مېلادى کې له قدرت نه وغورځاوه او په عمري قېد ېې محکوم کړ.

خووروسته ېې بېا دېوې موافقى له مخى اجازه ورکړه چې په جلا وطنى کې ژوند وکړى. دهغې موافقى له مخى نه نواز شرېف وعده کړې وه چې لس کاله په جلاوطنى کې تېر کړى.

XS
SM
MD
LG