د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قواو په سوات کې د طالبانو ٣٠ تنه پلوېان ېې وژلى دى


د پاکستان پوځ وايي د حکومت قواو د سوات په شمالى دره کې زمکنى حمله پېل کړېده او د طالبانو ٣٠ تنه پلوېان ېې وژلى دى.

پوځ ووېل دا لومړى ځل دى چې د سېلانېانو په دغه مشهوره سېمه کې له پېاده عسکرو نه کار اخېستل شوېدى.

د شنبى په ورځ چارواکېو ووېل چې دوى سېمى ته د خوراکى موادو لېږل بندوى. په دغه سېمه کې په وروستېو نښتوکې تر ٢٥٠ نه زېات کسان وژل شوېدى.

په سوات کې تېره مېاشت هغه وخت نارامى را پېدا شوه چې دېوه طالب پلوه، مولانان فضل الله د حکومت خلاف د جهاد اعلان وکړ.

همدارنگه د شنبى په ورځ چارواکېو ووېل لږ تر لږه ٢٠ کسان په دوه ځان وژونکېو چاودنوکې هدف ېې د پاکستان پوځ و په راولپنډى کې ووژل شول.

لومړى بم په هغه سر وېس موټر کې وچاودېده چې د راولپنډۍ اواسلام اباد ترمنځ روان و. پولېس وايي بم چوونکي له چاودونکېو موادونه ډک موټر هغه سر وېس موټر سره وجنگاوه چې د پاکستان د نظامى استخباراتوماموران پکى سپاره ول.

د پاکستان د پوځ نطاق ووېل دوېمه حمله هغه وخت وشوه چې له چاودنکېو موادونه ډک موټر وروسته له هغه نه وچول شو چې په ېوه پوسته کې د هوېت د معلومولو لپاره د پوځ مرکزي دفترونو ته نېژدى ودرول شو.

د پوځ نطاق ارشد ووېل بم چوونکي په خپله ووژل شو او دوه تنه نور زخمېان شول.

چارواکي دا شک لري چې دا چاودنى له هغو عملېاتو سره تړاو لرى چې دطالب پلوه سر تېرو خلاف په شمال لوېدېزو سېمو کې کېږي.

XS
SM
MD
LG