د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بش په سپینه ماڼئ کی د اولمرت او عباس سره وینی


جمهور ریس بش د سه شنبی په ورځ د منځنی ختیځ د سولی د کانفرانس نه وړاندی نن په واشنگټن کی د اسرایل او د فلسطینیانو د مشرانو سره خبری کوی.

جمهور ریس بش به اول د فلسطینانو د مشر محمود عباس سره وینی او بیا په سپینه ماڼئ کی د اسرایلو صدراعظم ایهود اولمرت سره خبری کوی.

او بیا به دری واړه مشرانو د ورځی په پایی کی یو ځایی سره وینی بیا به ماښام اووه بجی، جمهور ریس بش د امریکا په خارجه وزارت کی د خارجه وزیری، میرمن رایس لخوا د کانفرانس برخه والو ته ورکړل شوی میلمستیا کی وینا هم کوی.

د امریکا د ملی امنیت مشاور ویلی چی د سه شنبی په ورځ د میری لینډ ایالت په اناپولیس ښار کی کیدونکی غونډه کی به د بحث مباحثی دپاره ازاد ماحول میسر شی.

خو د یی په صراحت سره ویلی چی په دی مهال د مذاکرات دپاره څه پلان نه دی نیول شوی. ښاغلی سټیفن هیډلی ویلی دی تراوسه لا د کانفرانس ایجنډا بشپړه شوی نه ده.

خو دایی ویلی چی دا کانفرانس به اسرایلو او فلسطینانیو دپاره یو فرصت وی چی د یو بل سره نیزدی نه ووینی.

ښاغلی بش هم ویلی دی چی د دغو خبرو هدف هم دا دی چی اسرایل او فلسطینیان د سولی د نقشی په پلان بیا د سره تعهد وکړی.

XS
SM
MD
LG