د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په دوه جلا پیښو کی اته تنه وژل شویدی


د افغانستان دولتی چارواکی وایی چی د سړک د غاړی د بمونو په دوه جلا جلا پیښو کی د افغانستان د څلورو عسکرو په شمول اته تنه وژل شویدی.

د مقاماتو په وینا یوه چاودنه چی په پکتیا ولایت کی د عسکرو د موټر خوا ته وشوه په هغی کی څلورعسکر ووژل شو.

د فرانسی خبری اژانس وایی چی د ذبیح الله مجاهد په نوم یو نفر چی ځان د طالبانو نطاق معرفی کوی، د دی حملی مسولیت په غاړی اخیسیتی.

بلخوا افغان پولیس وایی چی د کابل نه بهر د سړک د غاړی د بم په یوه بله چاودنه کی څلور ملکی کسان وژل شویدی.

د پولیسو یو قوماندن جنرال زلمی اوریا خیل ویلی چی دوی نه پوهیږی چی دا ملکی کسان ولی په نښه شویدی.

XS
SM
MD
LG